7 د دغه سړو زامن هيڅکله سنت شوى نۀ وُو بلکې دا هغه نوے نسل وو کوم چې يشوَع سنت کړل.
دوئ ورته ووئيل، ”مونږ خپله خور داسې سړى ته نۀ شُو ورکولے چې هغه سنت نۀ وى، دا به زمونږ دپاره د شرم خبره وى.
تاسو وئيلى وُو چې ستاسو ماشومان به ونيولے شى، خو زۀ به هغوئ هغه مُلک ته راولم چې تاسو يې مخالفت کړے دے.
بيا مالِک خُدائ مونږ ټولو ته وفرمائيل چې، ستاسو واړۀ بچى به هغه مُلک ته ورننه وځى، چې هغوئ په ښۀ او بد نۀ پوهيږى. هغه ماشومان چې تاسو ووئيل چې ستاسو دشمنان به يې ونيسى. زۀ به هغوئ له هغه مُلک ورکوم او هغوئ به يې قبضه کوى.
د سنت کېدو نه پس ټول نران تر هغې پورې په کېمپ کښې پاتې شُو چې روغ شوى نۀ وُو.