يشوَع 5:4 - Pakistani Yousafzai Pashto4-6 کله چې اِسرائيليان د مِصر نه روان شول نو د هغوئ ټول نارينه سنت شوى وُو. خو د هغوئ هغه يو کس هم سنت شوے نۀ وو چې په بيابان کښې د څلوېښتو کالو تېرېدو په دوران کښې پېدا شوى وُو. او کله چې دا موده تېره شوه نو هغه ټول سړى د مالِک خُدائ د نافرمانۍ په وجه مړۀ شول چې د هغوئ عُمر د مِصر نه د تلو په وخت کښې د جنګ کولو وو، نو هم هغه شان وشول لکه څنګه چې هغۀ قسم خوړلے وو چې هغوئ به هغه مُلک ونۀ ګورى چې پئ او شات په کښې ډېر تېر وى او هغۀ د هغوئ پلار نيکۀ سره د دې لوظ کړے وو. Faic an caibideil |