Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 5:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 بيا مالِک خُدائ يشوَع ته وفرمائيل، ”د تېرو کاڼو نه چړې جوړې کړه او اِسرائيليان سنت کړه.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 5:2
8 Iomraidhean Croise  

نو د هغۀ ښځې، صفورې، يو تېرۀ کاڼے راواخستلو، هغې خپل زوئ دې سره سنت کړو او د سنت تيکه يې د موسىٰ پښو له وروړله. نو د سنت د وينې د رِواج په وجه هغې موسىٰ ته ووئيل، ”تۀ زما دپاره د وينې خاوند يې.“ نو مالِک خُدائ د موسىٰ ژوند بچ کړو.


خو صحيح يهودى هغه دے چې څوک په باطن کښې وى او رښتونے سنت د زړۀ سنت کېدل دى، دا روحانى خبره ده او د ليکلے شوى شريعت سره يې څۀ تعلق نشته. او د داسې کس صِفت د مخلوق نه نه، بلکې د خُدائ پاک د خوا نه کيږى.


هغۀ ته د سنت نښه د صداقت د مهر په طور مِلاو شوه کومه چې هغۀ د ايمان په وسيله حاصله کړه ځکه چې هغه لا ناسنته وو. د دې مطلب دا وو چې هغه د هغوئ ټولو هم نيکۀ شى چا چې بغېر د سنت کېدو نه ايمان راوړو او هم په دې وجه هغوئ صادق وګڼلے شول.


نو د اوس نه د مالِک خُدائ تابعداره اوسئ او خپل ضد پرېږدئ.


مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به ستاسو او ستاسو د اولاد زړونه بدل کړى، نو تاسو به د زړۀ د اخلاصه د هغۀ سره مينه کوئ او په هغه مُلک کښې به تاسو ژوند تېروئ.


کله چې تاسو په مسيح ايمان راوړو نو تاسو په جسمانى توګه سنت شوى نۀ وئ. مسيح تاسو په روحانى توګه سنت کړئ او ستاسو د ګناه فطرت يې ختم کړو.


نو يشوَع هم هغه شان وکړل څنګه چې مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو او هغۀ اِسرائيليان په هغه ځائ کښې سنت کړل چې ورته د سنت غر وئيلے شو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan