12 چې بنى اِسرائيلو د هغه پېداوار په اول ځل وخوړو نو من پرې بند شول او نور من ورته نۀ مِلاوېدل. نو هم د هغه وخت نه هغوئ به هغه څۀ خوړل چې په کنعان کښې پېدا کېدل.
بنى اِسرائيلو څلوېښت کاله من خوړل، تر دې پورې چې هغوئ د کنعان مُلک ته ورسېدل او هلته دېره شول.
يو ښۀ انسان د خپل نسل دپاره ميراث پرېږدى، خو د ګناهګارو مال دولت صادقانو ته حواله کيږى.
کله چې تاسو د هغه مُلک د فصل نه خوراک کوئ، د هغې نه به څۀ برخه مالِک خُدائ ته د خاص برخې په توګه پېش کولے شى.
ما تاسو ولېږلئ چې هغه فصل وريبئ په کوم چې تاسو څۀ کړاؤ نۀ دے کړے، نورو محنت وکړو او تاسو د هغوئ په محنت کښې شريک شوئ.“
په ورپسې ورځ هغوئ په اول ځل هغه خوراک وکړو چې په کنعان کښې پېدا شوے وو يعنې وريتې دانې او پتيره روټۍ.