Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 4:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 يشوَع د اُردن سيند په مينځ کښې د دولسو کاڼو يو بل يادګار ودرولو چرته چې د لوظ صندوق وړُونکى اِمامان ولاړ وُو. هغه کاڼى تر ننه پورې هلته دى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 4:9
16 Iomraidhean Croise  

هغۀ په هغه کوهى ”سبع“ نوم کېښودو. او تر ننه پورې د هغه ښار نوم بيرسبع دے.


کله چې يعقوب سحر وختى پاڅېدو، هغه کاڼے يې راواخستلو چې په کوم يې سر اېښے وو او د يو يادګار په توګه يې ودرولو. بيا هغۀ په دې باندې تېل واچول چې خُدائ پاک ته وقف شى.


د دې اصلى اوسېدونکى جيتم ته تښتېدلى وُو چرته چې هغوئ تر نن ورځې پورې د مسافرو په شان اوسيږى.


هغۀ د يعقوب د دولسو زامنو د قبيلو دپاره يو يو کاڼے واخستلو. يعقوب هغه څوک وو چې مالِک خُدائ د اِسرائيل نوم ورکړے وو.


کۀ څوک د زيات مقدس ځائ په مخکښې ولاړ وو نو هغوئ دا بازوګان ليدلے شول ځکه چې دا اوږدۀ وو، خو د بل يو ځائ نه هم نۀ ښکارېدل. هغه بازوګان تر ننه پورې هلته دى.


مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”ما له غرۀ ته راوخېژه او چې کله تۀ هلته يې نو زۀ به تا له د کاڼو دوه تختې درکړم چې په هغې باندې ما ټول اصُول او حُکمونه ليکلى دى چې تۀ به دا خلقو ته بيانوې.“


په دې دولسو کاڼو په هر يو کاڼى باندې دې د يعقوب د يو زوئ نوم ليکلے وى، چې د بنى اِسرائيلو د دولسو قبيلو نمائندګى وشى.


تر نن ورځې پورې هغه زمکه د خُون په پټى ياديږى.


نو هغوئ پېسې واخستلې او څۀ چې ورته وئيلے شوى وُو هم هغه شان يې وکړل. دغه قيصه تر نن ورځې په يهوديانو کښې خوره ده.


نو هغۀ هغه د بيت‌فعور ښار ته مخامخ د موآب په مُلک کښې په يو مېدان کښې ښخ کړو، خو تر ننه پورې د هغۀ د ښخېدو صحيح ځائ پته هيچا ته نشته.


يشوَع دا حُکمونه د خُدائ پاک د شريعت په کِتاب کښې وليکل. بيا هغۀ يو لوئ کاڼے واخستلو او د مالِک خُدائ په مقدس ځائ کښې يې د څېړۍ د ونې لاندې ودرولو.


هغه اِمامان چا چې د لوظ صندوق اوچت کړے وو د اُردن سيند په مينځ کښې تر هغې پورې ولاړ وُو چې خلقو هغه هر څۀ وکړل چې مالِک خُدائ يې يشوَع ته حُکم کړے وو، او څنګه چې موسىٰ هم د دې حُکم کړے وو. خلق په تېزۍ د سيند نه واوړېدل.


وروستو دا سړے د حِتيانو مُلک ته لاړو، هلته يې يو ښار جوړ کړو او په دې باندې يې لوز نوم کېښودو، تر اوسه پورې يې هم دغه نوم دے.


داؤد دا قانون جوړ کړو او دا تر نن ورځې پورې په بنى اِسرائيلو کښې منلے شى.


بيا سموئيل يو کاڼے واخستلو او د مصفاه او شين په مينځ کښې يې ولګولو او وې فرمائيل، ”مالِک خُدائ زمونږ هر قِسم مدد کړے دے.“ او په دې باندې يې ”د مدد کاڼے“ نوم کېښودو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan