يشوَع 4:6 - Pakistani Yousafzai Pashto6 دا کاڼى به خلقو ته رايادوى چې مالِک خُدائ څۀ کړى وُو. په راتلونکى وختونو کښې چې کله ستاسو ماشومان ستاسو نه تپوس کوى چې د دې کاڼو مطلب څۀ دے Faic an caibideil |
بلکې د دې دپاره مو جوړه کړه چې دا زمونږ او ستاسو او زمونږ نه پس د نسلونو دپاره يو يادګار وى، چې مونږ بېشکه د مالِک خُدائ د مقدسې خېمې په مخکښې د هغۀ عبادت کوُو او هغۀ ته خپلې نذرانې وسوزوو او قربانۍ او د سلامتۍ نذرانې پېش کوُو. نو داسې ستاسو اولاد به دا خبره نۀ کوى چې د مالِک خُدائ سره زمونږ هيڅ کار نشته.