Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 4:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 او ورته يې وفرمائيل، ”د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک د لوظ صندوق په وړاندې د اُردن سيند مينځ ته لاړ شئ. په تاسو کښې هر يو کس به يو يو کاڼے اوچتوى او د بنى اِسرائيلو د دولسو قبيلو دپاره به يو يو کاڼے په اوږه باندې اوړئ،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 4:5
7 Iomraidhean Croise  

هغۀ خپلو سړو ته وفرمائيل چې، ”څۀ کاڼى راټول کړئ.“ نو هغوئ کاڼى راټول کړل او يو ډېرے يې ترې نه جوړ کړو. بيا هغوئ د هغه کاڼو د ډېرى سره روټۍ وخوړله.


موسىٰ د مالِک خُدائ هغه ټولې خبرې وليکلې. بل سحر وختى د غرۀ په لمن کښې هغۀ يوه قربان‌ګاه جوړه کړه او د بنى اِسرائيلو د دولسو قبيلو په مطابق يې د هرې يوې دپاره دولس تيږې ودرولې.


په کومه ورځ چې تاسو د اُردن سيند نه پورې وځئ او هغه مُلک ته ورننوځئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى، نو هلته لوئ لوئ کاڼى ودروئ او لېو يې کړئ،


اے بنى اِسرائيلو واورئ. تاسو به نن د اُردن سيند نه پورې وځئ او هغه مُلک به قبضه کړئ چې د هغه قومونو دے چې ستاسو نه لوئ او طاقتور دى. د هغوئ ښارونه لوئ لوئ دى چې دېوالونه يې آسمان ته رسيږى.


خو په کوم وخت کښې چې هغوئ لا په کنعان کښې وُو او چې کله هغوئ د اُردن سره نزدې جليلوت نومې ځائ ته راغلل، نو د روبين، جاد او د منسى نيمې قبيلې سړى هلته د دې دپاره ايسار شول چې يوه لويه او د شان و شوکت والا قربان‌ګاه جوړه کړى.


بيا يشوَع هغه دولس سړى راوغوښتل کوم چې هغۀ د هرې يوې قبيلې نه خوښ کړى وُو


دا کاڼى به خلقو ته رايادوى چې مالِک خُدائ څۀ کړى وُو. په راتلونکى وختونو کښې چې کله ستاسو ماشومان ستاسو نه تپوس کوى چې د دې کاڼو مطلب څۀ دے


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan