Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 4:23 - Pakistani Yousafzai Pashto

23 هغوئ ته ووايئ چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک د اُردن سيند تر هغې پورې اوچ کړے وو چې مونږ ترې نه واوړېدلو لکه څنګه چې هغۀ بحرِقُلزم تر هغې پورې اوچ کړے وو چې مونږ اوړېدلى نۀ وُو،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 4:23
8 Iomraidhean Croise  

نو د هغۀ سوال اوره. په آسمان کښې چرته چې تۀ اوسېږې د هغۀ سوال اوره او چې څۀ غواړى نو هغه ورله ورکړه، نو داسې د دُنيا ټول قومونه به تا وپېژنى او ستا تابعدارى به کوى، لکه چې ستا خلق بنى اِسرائيليان يې کوى. نو هغوئ ته به پته ولګى چې دا کور چې کوم ما جوړ کړے دے هغې پورې ستا نوم تړلے شوے دے.


تا د خپلو خلقو دپاره په درياب کښې لار جوړه کړه او هغوئ دې په اوچه زمکه باندې تېر کړل. او چې څوک ورپسې وُو نو هغوئ په ژورو اوبو کښې ډُوب شول، داسې لکه چې يو غضبناک سمندر کښې کاڼے ډوبيږى.


سمندر يې په مينځ دوه کړو هغوئ يې ترې نه تېر کړل، او هغۀ اوبۀ د دېوال په شان ودرولې.


نو موسىٰ د درياب دپاسه خپل لاس اوږد کړو او مالِک خُدائ د نمرخاتۀ په زورَوره هوا درياب وروستو بوتلو. هوا ټوله شپه وچلېدله او درياب يې په اوچه زمکه بدل کړو. اوبۀ په مينځ بېلې شوې،


چې کله د فِرعون آسونه، د هغۀ جنګى ګاډۍ او د هغۀ په آسونو سوارۀ کسان درياب ته ورکوز شول، مالِک خُدائ د درياب اوبۀ واپس په هغوئ باندې راوستلې، خو بنى اِسرائيل د درياب په مينځ کښې په اوچه زمکه تېر شول.


مالِک خُدائ فرمائى، ”ما په سمندر کښې يوه لار جوړه کړه، او د زورَورو اوبو په مينځ کښې مې يوه لار جوړه کړه.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan