20 د اُردن سيند نه چې کوم دولس کاڼى اخستے شوى وُو نو يشوَع هلته ډېرے کړل.
او بنى اِسرائيلو ته يې وفرمائيل، ”په راتلونکى وختونو کښې چې کله ستاسو بچى درنه تپوس وکړى چې د دې کاڼو مطلب څۀ دے،
او هغوئ له حُکم ورکړه چې د اُردن د سيند د مينځ نه دولس کاڼى راواخلى هم هغه ځائ نه چرته چې اِمامان ولاړ وُو، دوئ ته ووايه چې دا کاڼى د ځان سره يوسى او هلته يې کېږدى چرته به چې نن شپه خېمې لګوئ.“
سړو د يشوَع په حُکمونو عمل وکړو او څنګه چې مالِک خُدائ يشوَع ته حُکم کړے وو هغوئ د اُردن سيند مينځ نه دولس کاڼى واخستل د بنى اِسرائيلو د هرې يوې قبيلې دپاره يې يو يو اوچت کړو د خېمو ځائ ته يې يوړل او هلته يې کېښودل.