19 د وړومبۍ مياشتې په لسمه ورځ خلق د اُردن سيند نه پورې وتل او په جِلجال کښې يې خېمې ولګولې چې د يريحو نمرخاتۀ طرف ته دے.
هغه وخت راغلو چې مالِک خُدائ الياس په يو زورَور باد کښې بره آسمان ته وخېژوى. الياس او اليشع د جِلجال نه روان شول،
”نو بيا خو لاړ شئ او په بيتايل کښې بُتانو ته قربانۍ پېش کړئ. په جِلجال کښې نافرمانۍ جارى ساتئ. هر سحر قربانى کوئ، او په هره درېمه ورځ خپله لسمه حِصه راوړئ.
مۀ بيتايل لټوئ، او مۀ جِلجال ته ځئ، او مۀ بيرسبع ته سفر کوئ ځکه چې د جِلجال خلق به يقيناً جلاوطن کړے شى، او بيتايل به نيست و نابود کړے شى.“
اے زما خلقو، هغه وخت راياد کړئ چې بلق د موآب بادشاه تاسو ته د نقصان رسولو کوشش کولو او بعور د بلعام زوئ څۀ جواب ورکړو. راياد کړئ خپل سفر د شطيم نه تر جِلجال پورې، نو تاسو ته به د مالِک خُدائ د صداقت کارونه معلوم شى.“
د هغوئ د مِصر نه د راوتلو نه څلوېښت کاله پس د يوولسمې مياشتې په وړومبۍ ورځ، موسىٰ بنى اِسرائيلو ته هغه هر څۀ وفرمائيل چې مالِک خُدائ هغۀ ته د وئيلو حُکم ورکړے وو.
دا دوه غرونه د کنعانيانو په علاقه کښې د اُردن سيند نمرپرېواتۀ طرف ته دى، کنعانيان د اُردن په مېدان کښې اوسيږى، چې جِلجال ښار ته نزدې دے او د موره مقدسو ونو نه لرې نۀ دے.
د دې نه پس، يشوَع او د هغۀ لښکر په جِلجال کښې واپس کېمپ ته لاړل.
د جبعون سړو يشوَع له دا خبر ورولېږلو چې هغه د جِلجال په کېمپ کښې وو، ”په دې وخت کښې مونږ عاجزان هم داسې مۀ پرېږده. سمدستى راشه او زمونږ مدد وکړه. د غرونو په مُلک کښې ټول امورى بادشاهان په خپلو کښې ملګرى شوى دى او په مونږ يې حمله کړې ده.“
د مصيبت د وادۍ نه تر دبير پورې او بيا په شمال کښې د جِلجال طرف ته تاو وو، چې مخ يې د وادۍ جنوبى طرف ته د ادميم درې ته دے. دا د عينشمس د چينو نه عينراجل ته تلے وو،
تاسو د اُردن نه پورې وتئ او يريحو ته راغلئ. د يريحو سړو ستاسو خِلاف جنګ وکړو، هم هغه شان چې څنګه اموريانو، فرزيانو، کنعانيانو، حِتيانو، جرجاسيانو، حِويانو او يبوسيانو کړى وُو. خو ما تاسو له په هغه ټولو باندې فتح درکړه.
هغه اِمامان چې د مالِک خُدائ د لوظ صندوق يې اوچت کړے وو چې کله د سيند د تل نه اوچې زمکې ته راوختل نو د اُردن په سيند کښې اوبۀ روانې شوې او د مخکښې په شان په موج کښې بهېدلې.
کله چې بنى اِسرائيلو د يريحو سره نزدې د جِلجال په مېدان باندې خېمې ولګولې نو هغوئ د هغې مياشتې د څوارلسمې ورځې په ماښام د فسحې اختر وکړو.
مالِک خُدائ يشوَع ته وفرمائيل، ”نن ما تاسو په مِصر کښې د غلامۍ د شرم نه آزاد کړى يئ.“ او په دې وجه په هغه ځائ جِلجال نوم کېښودے شو چې تر نن ورځې پورې هم په هغه نوم ياديږى.
بيا هغوئ هغه کېمپ ته ورغلل چې په جِلجال کښې وو او يشوَع او بنى اِسرائيلو ته يې ووئيل، ”مونږه د لرې مُلک نه راغلى يُو. مونږ غواړُو چې تاسو مونږ سره يوه معاهده وکړئ.“
تاسو به زما نه مخکښې لاندې جِلجال ته لاړ شئ، هلته به زۀ ستاسو سره ملګرے شم او سوزېدونکې او د سلامتۍ نذرانې به پېش کړم. اووۀ ورځې هلته اِنتظار وکړئ تر دې پورې چې زۀ درشم او درته ووايم چې څۀ به کوئ.“
سموئيل ورته وفرمائيل، ”څنګه چې ستا تُورې ډېرې ميندې بېاولاده کړى دى، نو اوس به ستا مور هم بېاولاده شى.“ او هغۀ اجاج په جِلجال کښې د مالِک خُدائ قربانګاه په مخکښې ټوټې ټوټې کړو.