Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 4:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 هغه اِمامان چې د مالِک خُدائ د لوظ صندوق يې اوچت کړے وو چې کله د سيند د تل نه اوچې زمکې ته راوختل نو د اُردن په سيند کښې اوبۀ روانې شوې او د مخکښې په شان په موج کښې بهېدلې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 4:18
8 Iomraidhean Croise  

د يو کال په وړومبۍ مياشت کښې، په هغه وخت کښې چې د اُردن په سيند کښې اوبۀ د غاړو نه اوړېدلې، نو هغوئ د سيند نه پورې وتل، هغه خلق يې خوارۀ وارۀ کړل کوم چې د سيند نمرخاتۀ او نمرپرېواتۀ دواړو طرفونو ته په وادۍ کښې اوسېدل.


هغوئ به د سېلاب په شکل کښې د يهوداه نه تېر شى، اے عمانو‌ايله، اوبۀ به لکه د مرغۍ د وزرو په شان خوَرې وى او ستا ټول مُلک به يې نيولے وى. او خلق به يې تر مرۍ مرۍ پورې پټ کړى وى.“


اِمامان به د ټولې دُنيا د مالِک خُدائ د لوظ صندوق اوچتوى او کله چې هغوئ خپلې پښې په اوبو کښې کېږدى نو د اُردن سيند بهېدل به بند شى. او کومې اوبۀ چې ښکته راروانې وى هغه به د دېوال په شکل کښې يو ځائ کښې ودريږى.“


کله چې هغوئ ټول بلې غاړې ته واوړېدل نو اِمامان چې د لوظ صندوق يې اوچت کړے وو د خلقو په مخکښې پورې وتل.


نو يشوَع اِمامانو له حُکم ورکړو، ”د اُردن سيند نه راوځئ.“


د وړومبۍ مياشتې په لسمه ورځ خلق د اُردن سيند نه پورې وتل او په جِلجال کښې يې خېمې ولګولې چې د يريحو نمرخاتۀ طرف ته دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan