مالِک خُدائ سليمان د ټول قوم په نظر کښې عزتمند کړو او د هغه نورو ټولو بادشاهانو نه يې زيات شان او شوکت ورکړو چې کوم به په بنى اِسرائيلو بادشاهى کړې وه.
مالِک خُدائ يشوَع ته وفرمائيل، ”نن نه به زۀ د بنى اِسرائيلو په نظر کښې تا عزتمند کړم نو داسې به دوئ پوهه شى چې زۀ ستا هغه شان مل يم لکه څنګه چې د موسىٰ مل وم.