Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 4:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 تقريباً څلوېښت زره سړى سره د وسلې د مالِک خُدائ په حضور کښې يريحو سره نزدې مېدان ته لاړل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 4:13
11 Iomraidhean Croise  

خو د بابليانو لښکر په صدقياه بادشاه پسې وو، يريحو ته نزدې په مېدانونو کښې يې ونيولو او خپل ټول فوجيان ترې نه لاړل او هغه يې يواځې پرېښودو.


نو هغۀ دا خلق د صحرا په کږه وږه لار د بحرِقُلزم په طرف بوتلل. بنى اِسرائيلو د جنګ دپاره قطارونه جوړ کړى وُو.


خو د بابليانو لښکر ورپسې وو او د يريحو سره نزدې يې په هوار مېدان صدقياه ونيولو. هغوئ هغه د بابل نبوکدنضر بادشاه له بوتلو، څوک چې په رِبله کښې د حمات په علاقه کښې وو. هلته د بابل بادشاه په صدقياه د سزا فېصله واوروله.


خو د بابليانو فوجيانو صدقياه بادشاه پسې راخستې وه او هغه يې د يريحو په مېدانونو کښې ونيولو، د هغۀ سړو هغه پرېښودو او خوارۀ وارۀ شول.


بيا به مونږ دې ته تيار يُو چې د خپلو بنى اِسرائيلو سره جنګ له لاړ شُو او حمله وکړُو تر دې پورې چې هغه مُلک ته يې بوځُو چې کوم به د هغوئ وى. نو په هغه دوران کښې به زمونږ ښځې او ماشومان په هغه پَخو ښارونو کښې اوسيږى، دا ښارونه به د هغه مُلک د خلقو نه د حِفاظت دپاره وى.


د خُدائ پاک په ټولو وسلو ځان سمبال کړئ نو چې تاسو د دې قابل شئ چې د اِبليس د منصوبو خلاف ټينګ ودرېږئ.


هم په هغه وخت، ما هغوئ ته دا اصُول وښودل، مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د اُردن نمرخاتۀ طرف ته دا مُلک د نيولو دپاره تاسو له درکړے دے. خپلو جنګى سړو له وسله ورکړئ او هغوئ د بنى اِسرائيلو د نورو قبيلو نه مخکښې د اُردن نه پورې ولېږئ، چې په هغه مُلک نيولو کښې د هغوئ مدد وکړى.


د موسىٰ د وېنا په مطابق د روبين، جاد او د منسى د نيمې قبيلې سړى د وسلې سره د نورو خلقو نه مخکښې روان وُو او پورې وتل.


په هغه ورځ مالِک خُدائ يشوَع د ټولو بنى اِسرائيلو په نظر کښې عزتمند کړو، هغوئ د هغۀ ټول عُمر هم هغه شان عزت کولو لکه چې څنګه يې د موسىٰ کړے وو.


کله چې بنى اِسرائيلو د يريحو سره نزدې د جِلجال په مېدان باندې خېمې ولګولې نو هغوئ د هغې مياشتې د څوارلسمې ورځې په ماښام د فسحې اختر وکړو.


بيا په شمال کښې د دان نه واخله په جنوب کښې تر بيرسبع پورې، هم داسې نمرخاتۀ طرف ته د جِلعاد د مُلک ټول بنى اِسرائيل راووتل. قوم د يو تن په شان په مصفاه کښې د مالِک خُدائ په حضور کښې راغونډ شو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan