يشوَع 4:10 - Pakistani Yousafzai Pashto10 هغه اِمامان چا چې د لوظ صندوق اوچت کړے وو د اُردن سيند په مينځ کښې تر هغې پورې ولاړ وُو چې خلقو هغه هر څۀ وکړل چې مالِک خُدائ يې يشوَع ته حُکم کړے وو، او څنګه چې موسىٰ هم د دې حُکم کړے وو. خلق په تېزۍ د سيند نه واوړېدل. Faic an caibideil |