9 بيا يشوَع خلقو ته وفرمائيل، ”دلته راشئ او چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو ته څۀ فرمائى نو هغې ته غوږ ونيسئ.
کله چې هغه وخت راشى، نو تاسو چې داسې کارونه ونۀ کړئ لکه چې دلته يې کوئ. تر اوسه پورې چې تاسو ته څۀ ښۀ ښکارېدل نو هم هغه شان مو کول،
بيا موسىٰ خلقو ته وفرمائيل، ”نو اوس به تاسو په هغه ټولو حُکمونو عمل کوئ کوم چې زۀ درته ښايم، نو تاسو به ژوندى پاتې شئ او هغه مُلک به قبضه کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو د پلار نيکۀ خُدائ پاک يې تاسو له درکوى.
داسې به تاسو ته پته ولګى چې ژوندے خُدائ پاک ستاسو په مينځ کښې دے او کله چې تاسو مخ په وړاندې ځئ نو هغه به ضرور کنعانيان، حِتيان، حِويان، فرزيان، جرجاسيان، اموريان او يبوسيان ستاسو د مخې نه لرې کړى.
اِمامانو ته ووايه چې د لوظ صندوق اوړى او کله چې سيند ته ورسى نو دوئ دې د سيند غاړې ته ورکوز شى او هلته دې ودريږى.“