7 مالِک خُدائ يشوَع ته وفرمائيل، ”نن نه به زۀ د بنى اِسرائيلو په نظر کښې تا عزتمند کړم نو داسې به دوئ پوهه شى چې زۀ ستا هغه شان مل يم لکه څنګه چې د موسىٰ مل وم.
مالِک خُدائ سليمان د ټول قوم په نظر کښې عزتمند کړو او د هغه نورو ټولو بادشاهانو نه يې زيات شان او شوکت ورکړو چې کوم به په بنى اِسرائيلو بادشاهى کړې وه.
يشوَع چې تر کومې پورې تۀ ژوندے يې هيڅ څوک به تا له شکست نۀ شى درکولے. زۀ به ستا هغه شان مل يم لکه څنګه چې د موسىٰ مل وم. زۀ به کله هم تاسو سره بېوفائى ونۀ کړم او نۀ به مو يواځې پرېږدم.
دا ياد ساته چې ما تا ته حُکم کړے وو چې تکړه او زړَور اوسه. يرېږه مه او چې بېحوصلې نۀ شې، ځکه چې تۀ هر چرته هم ځې نو زۀ مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک به ستا مل يم.“