Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 3:17 - Pakistani Yousafzai Pashto

17 اِمامان چې د مالِک خُدائ د لوظ صندوق يې اوچت کړے وو د اُردن سيند په مينځ کښې په اوچه زمکه تر هغې پورې ولاړ وُو چې د اِسرائيلو ټول خلق په اوچه زمکه باندې پورې غاړه اوړېدلى نۀ وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 3:17
14 Iomraidhean Croise  

بيا الياس خپله چُوغه وويستله، راغونډه يې کړه او سيند يې ورباندې ووهلو، اوبۀ په دوه حِصو کښې تقسيم شوې او هغه او اليشع په اوچه زمکه باندې د سيند نه پورې وتل.


هغۀ سمندر په وُچه زمکه باندې بدل کړو، نو هغوئ ښۀ خوشحالى وکړه کله چې پېدل په کښې تير شول.


نو موسىٰ د درياب دپاسه خپل لاس اوږد کړو او مالِک خُدائ د نمرخاتۀ په زورَوره هوا درياب وروستو بوتلو. هوا ټوله شپه وچلېدله او درياب يې په اوچه زمکه بدل کړو. اوبۀ په مينځ بېلې شوې،


او بنى اِسرائيل په اوچه زمکه د درياب نه پورې وتل، د دوئ ښى او ګس طرف ته د اوبو دېوالونه وُو.


خو بنى اِسرائيل په اوچه زمکه د درياب نه پورې وتل او د دوئ ښى او ګس طرف ته د اوبو دېوالونه وُو.


مالِک خُدائ پاک به مرګ د تل دپاره ختم کړى. او د هر يو کس په مخ باندې به اوښکې اوچې کړى او د ټولې دُنيا نه به د خپلو خلقو بې‌عزتى لرې کړى. مالِک خُدائ په خپله دا فرمائيلى دى.


”بنى اِسرائيلو ته ووايه، کله چې تاسو د اُردن نه د کنعان مُلک ته واوړئ،


او د ايمان په وسيله بنى اِسرائيل په بحرِقُلزم داسې پورې وتل لکه چې په وُچه زمکه، خو کله چې مِصريانو د پورې وتو کوشش وکړو نو غرق شول.


کله چې ټول قوم د اُردن د سيند نه واوړېدو نو مالِک خُدائ يشوَع ته وفرمائيل،


هغه اِمامان چا چې د لوظ صندوق اوچت کړے وو د اُردن سيند په مينځ کښې تر هغې پورې ولاړ وُو چې خلقو هغه هر څۀ وکړل چې مالِک خُدائ يې يشوَع ته حُکم کړے وو، او څنګه چې موسىٰ هم د دې حُکم کړے وو. خلق په تېزۍ د سيند نه واوړېدل.


کله چې هغوئ ټول بلې غاړې ته واوړېدل نو اِمامان چې د لوظ صندوق يې اوچت کړے وو د خلقو په مخکښې پورې وتل.


نو تاسو به ورته د هغه وخت په حقله ووايئ چې کله بنى اِسرائيل د اُردن په سيند کښې په اوچه زمکه تېر شوى وُو.


او هغوئ له حُکم ورکړه چې د اُردن د سيند د مينځ نه دولس کاڼى راواخلى هم هغه ځائ نه چرته چې اِمامان ولاړ وُو، دوئ ته ووايه چې دا کاڼى د ځان سره يوسى او هلته يې کېږدى چرته به چې نن شپه خېمې لګوئ.“


د اُردن نمرپرېواتۀ طرف ته د اموريانو ټول بادشاهان او د مديترانى د سمندر په غاړه د کنعانيانو ټول بادشاهان خبر شول چې مالِک خُدائ د اُردن سيند تر هغې پورې اوچ کړے وو چې اِسرائيليان ترې نه واوړېدل هغوئ د بنى اِسرائيلو نه دومره ويرېدل چې مرګِ حال شول.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan