Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 3:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14-15 دا د لَو وخت وو او سيند ښۀ په موج کښې وو. کله چې خلقو کېمپ پرېښودو چې د اُردن نه پورې غاړه واوړى نو اِمامان چې د لوظ صندوق يې وړو د دوئ نه مخکښې لاړل او څنګه چې اِمامانو په سيند کښې قدم کېښودو،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 3:14
10 Iomraidhean Croise  

مالِکه خُدايه پاڅه او خپل مقدس عرش ته دې راشه، خپل د لوظ صندوق سره چې ستا د قدرت نښه ده.


نو کله چې ستاسو د خلقو شمېر په هغه مُلک کښې ډېر شى، مالِک خُدائ فرمائى، نو تاسو به په هغه ورځو کښې د خُدائ د لوظ صندوق ذکر نۀ کوئ او هم به ستاسو خيال ته دا نور نۀ راځى، او نۀ به هغه يادوئ، او نۀ به د هغې د ضرورت احساس تاسو ته کيږى، او نۀ به هغه دوباره جوړ کړئ.


”د خُدائ پاک د قانون دا کِتاب واخلئ او د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د لوظ صندوق په خوا کښې يې کېږدئ، چې دا د خپلو خلقو خِلاف د يو ګواه په شان وى.


په هغې کښې د سرو زرو د خوشبو قربان‌ګاه او د لوظ صندوق وو چې په څلورو واړو طرفو يې سرۀ زر لګېدلى وُو. په دې کښې د من نه ډک يو د سرو زرو منګے، او د هارون زرغونه شوې امسا، او د کاڼو تختۍ چې پرې حُکمونه ليکلے شوى وُو.


تاسو د اُردن نه پورې وتئ او يريحو ته راغلئ. د يريحو سړو ستاسو خِلاف جنګ وکړو، هم هغه شان چې څنګه اموريانو، فرزيانو، کنعانيانو، حِتيانو، جرجاسيانو، حِويانو او يبوسيانو کړى وُو. خو ما تاسو له په هغه ټولو باندې فتح درکړه.


او خلقو ته يې حُکم ورکولو، ”کله چې تاسو وګورئ چې اِمامان د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د لوظ صندوق اوړى نو د خپل ځائ نه پاڅئ او هغوئ پسې ځئ.


بيا يشوَع اِمامانو ته وفرمائيل چې، ”د لوظ صندوق اوچت کړئ او دې سره د خلقو نه مخکښې ځئ.“ او څنګه چې هغۀ فرمائيلى وُو نو هغوئ هم هغه شان وکړل.


نو يشوَع د نون زوئ اِمامان راوغوښتل او ورته يې وفرمائيل، ”د لوظ صندوق واخلئ او په تاسو کښې دې اووۀ اِمامان د بيګلو سره مخکښې روان شى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan