Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 3:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 اِمامان به د ټولې دُنيا د مالِک خُدائ د لوظ صندوق اوچتوى او کله چې هغوئ خپلې پښې په اوبو کښې کېږدى نو د اُردن سيند بهېدل به بند شى. او کومې اوبۀ چې ښکته راروانې وى هغه به د دېوال په شکل کښې يو ځائ کښې ودريږى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 3:13
13 Iomraidhean Croise  

تۀ لوئ او طاقتور، د شان او شوکت والا او عزتمند يې. په زمکه او آسمان کښې هر څۀ ستا دى او اے مالِک خُدايه، تۀ په هر څۀ باندې عظيم بادشاه او حکمران يې.


هغۀ د سمندر اوبۀ په يو ځائ جمع کړى دى، هغۀ د سمندر اوبۀ په ذخيرو کښې بندې کړې دى.


تا زمونږ دپاره چينې او نِهرونه پرانستل، او تل بهېدونکى دريابونه دې وُچ کړل.


سمندر يې په مينځ دوه کړو هغوئ يې ترې نه تېر کړل، او هغۀ اوبۀ د دېوال په شان ودرولې.


تا درياب پو کړو او اوبۀ اوچتې راغونډې شوې، سېلابونه د دېوال په شان نېغ ودرېدل، او د درياب په بېخ کښې اوبۀ کلکې شوې.


ځکه چې ستاسو خالِق به ستاسو خاوند وى، د هغۀ نوم مالِک خُدائ ربُ الافواج دے. د بنى اِسرائيلو مقدس ذات ستاسو خلاصونکے دے، هغه د ټولې دُنيا خُدائ پاک دے.


تا سمندر د خپلو آسونو د پښو لاندې کړو، زورَورې اوبۀ دې په تاوېدو کړې.


نو هغې وفرمائيل، ”دا دوه غوره شوى سړى دى چې د ټولې دُنيا د مالِک خِدمت وکړى.“


ګورئ چې د ټولې دُنيا د مالِک خُدائ د لوظ صندوق اُردن ته ستاسو په مخکښې تېرېدونکے دے.


نو تاسو به ورته وايئ چې کله د مالِک خُدائ د لوظ صندوق هلته نه تېرېدو نو د اُردن سيند اوبۀ بهېدل بند شوى وُو. دا کاڼى به د همېشه دپاره د بنى اِسرائيلو يو يادګار وى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan