Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 24:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 بيا د موآب بادشاه صفور زوئ بلق ستاسو خِلاف جنګ وکړو. هغۀ د بعور زوئ بلعام راوغوښتو او ورته يې ووئيل چې په تاسو لعنت ووائى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 24:9
6 Iomraidhean Croise  

اے زما خلقو، هغه وخت راياد کړئ چې بلق د موآب بادشاه تاسو ته د نقصان رسولو کوشش کولو او بعور د بلعام زوئ څۀ جواب ورکړو. راياد کړئ خپل سفر د شطيم نه تر جِلجال پورې، نو تاسو ته به د مالِک خُدائ د صداقت کارونه معلوم شى.“


کله چې د موآب بادشاه د صفور زوئ بلق خبر شو چې بنى اِسرائيلو په اموريانو باندې څۀ کړى وُو او بنى اِسرائيل څومره بې‌شمېره وُو،


بيا هغوئ د ادوم بادشاه له پېغام وړُونکى ولېږل چې اجازت ترې نه وغواړى چې د هغۀ په مُلک کښې تېر شى. خو د ادوم بادشاه هغوئ نۀ پرېښودل. هغوئ د موآب بادشاه ته هم ووئيل، خو هغۀ هم پرې نۀ ښودل چې د هغۀ په مُلک کښې تېر شى. نو بنى اِسرائيليان په قادِس کښې ايسار شول.


ستاسو خيال دا دے څۀ چې تاسو د موآب د بادشاه د صفور د زوئ بلق نه ښۀ يئ؟ هغۀ کله بنى اِسرائيلو ته د جنګ دعوت ورکړے دے څۀ؟ هغۀ کله زمونږ خِلاف جنګ کړے دے څۀ؟


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan