Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 24:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 نو هغوئ ما ته د مدد دپاره فرياد وکړو او ما د هغوئ او د مِصريانو په مينځ کښې تيارۀ راوستله. ما مِصريان په سمندر لاهُو کړل او هغوئ مې ورډُوب کړل. تاسو په خپلو سترګو وليدل چې ما په مِصر څۀ کړى دى. تاسو تر ډېره وخته پورې په هغه بيابان کښې اوسېدئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 24:7
14 Iomraidhean Croise  

چې څنګه فِرعون ورلنډ شو، نو بنى اِسرائيلو وکتل، او وې ليدل چې مِصريان په دوئ پسې راروان وُو. بنى اِسرائيل ډېر سخت ويرېدل او مالِک خُدائ ته يې فرياد وکړو.


چې د مِصريانو او بنى اِسرائيلو په مينځ کښې شوه. وريځې به مِصريانو ته تيارۀ جوړوله، خو د بنى اِسرائيلو لښکر ته به يې رڼا راوستله، نو دا لښکرې په ټوله شپه کښې يو بل ته نزدې نۀ شوې راتلے.


چې کله بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ هغه لوئ قُدرت وليدو کوم چې هغۀ د مِصريانو خِلاف ښودلے وو، نو دوئ د مالِک خُدائ نه ويرېدل، او په مالِک خُدائ او د هغۀ په خِدمت کوونکى موسىٰ يې ايمان راوړو.


نو د هغې نه پس مونږ په قادِس کښې ډېر وخت ايسار وُو.


دا د هغې نه اتۀ دېرش کاله پس وُو چې مونږ د قادِس برنيع نه تلى وُو. د هغه نسل د جنګ ټول سړى مړۀ شوى وُو، لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو.


موسىٰ ټول بنى اِسرائيليان راوغوښتل او ورته يې وفرمائيل، ”تاسو په خپلو سترګو وليدل چې مالِک خُدائ په فِرعون، د هغۀ په ټولو درباريانو او د هغۀ په ټول مُلک باندې څۀ وکړل.


بل خُدائ کله هم دا جرأت کړے دے چې د بل قوم نه خلق روان کړى او بو يې ځى او هغوئ خپل خلق جوړ کړى، لکه څنګه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو دپاره په مِصر کښې وکړل؟ ستاسو د سترګو په وړاندې هغۀ د خپل لوئ طاقت او قوت نه کار واخستلو، هغۀ وباګانې او جنګ راوستلو، معجزې او نښې يې وښودلې او يروونکى کارونه يې وکړل.


او خُدائ پاک د چا نه تر څلوېښتو کالو پورې خفه وو؟ ولې دا هغوئ نۀ وُو، چا چې ګناه وکړه او د چا مړى چې په بيابان کښې پراتۀ وُو؟


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan