Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 24:32 - Pakistani Yousafzai Pashto

32 بنى اِسرائيلو چې د مِصر نه د يوسف کوم هډُوکى راوړى وُو نو هغوئ هغه د شِکم په هغه زمکه کښې ښخ کړل کومه چې يعقوب د شِکم د پلار د همور د زامنو نه د سپينو زرو په سلو سيکو باندې اخستې وه. دا هغه زمکه وه چې د يوسف د اولاد په ذريعه ميراث شوې وه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 24:32
9 Iomraidhean Croise  

هغۀ د هغه پټى دا حِصه د شِکم پلار همور د اولاد نه د سپينو زرو په سلو سيکو واخستله.


د شِکم هغه آباده علاقه چې ما د اموريانو نه د تُورې او ليندې په زور اخستې ده زۀ هغه ستا وروڼو له نۀ ورکوم بلکې تا له يې درکوم.“


هغۀ خپلو وروڼو ته وفرمائيل، ”زۀ مرګِ حال يم، خو خُدائ پاک به په رښتيا سره ستاسو خيال وساتى او د دې مُلک نه به مو هغه مُلک ته بوځى د کوم چې هغۀ د اِبراهيم، اِسحاق او د يعقوب سره پخه وعده کړې وه.“


بيا يوسف د خپلو خلقو نه قسم واخستلو، هغۀ وفرمائيل، ”زما سره دا وعده وکړئ چې کله تاسو خُدائ پاک هغه مُلک ته بوځى، نو تاسو به زما هډُوکى د ځان سره وړئ.“


موسىٰ د يوسف هډُوکى د خپل ځان سره يوړل، لکه څنګه چې يوسف د بنى اِسرائيلو نه د دې د وړلو پوخ لوظ اخستے وو. يوسف فرمائيلى وُو، ”خُدائ پاک به په رښتيا سره ستاسو مدد له راشى، نو بيا تاسو خامخا زما هډُوکى د دې ځائ نه د خپل ځان سره يوسئ.“


نو هغه د سامريې سوخار نومې ښار ته راغلو کوم چې هغه پټى ته نزدې وو چې يعقوب خپل زوئ يوسف له ورکړے وو.


نو يعقوب مِصر ته لاړو، هم هلته زمونږ د پلار نيکونو سره وفات شو.


د هغوئ لاشونه واپس شِکم ته راوړلے شول او په هغه قبرستان کښې ښخ کړے شول، کوم چې اِبراهيم د بنى همور نه په شِکم کښې په بيعه اخستے وو.


هم د ايمان په وسيله کله چې د يوسف مرګ نزدې شو نو د بنى اِسرائيلو د مِصر نه د وتلو هدايت يې وکړو او د خپلو هډُوکو د ښخولو په حقله يې حُکم ورکړو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan