Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 24:31 - Pakistani Yousafzai Pashto

31 ترڅو پورې چې يشوَع ژوندے وو، نو بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ خِدمت کولو او د هغۀ د مرګ نه پس هغوئ تر هغې پورې هم دغه شان کول چې هغه مشران ژوندى وُو چې کومو مشرانو په خپله هغه هر څۀ وليدل چې مالِک خُدائ څۀ د بنى اِسرائيلو دپاره کړى وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 24:31
13 Iomraidhean Croise  

مېدان ټول د تارکولو د کندو نه ډک وو او چې کله د سدوم او عموره بادشاهان د جنګ نه تښتېدل، نو هغوئ په کندو کښې پرېوتل، خو هغه نور درې بادشاهان غرونو ته وتښتېدل.


ترڅو پورې چې يهويدع اِمام ژوندے وو نو يوآس هم هغه کار کولو چې مالِک خُدائ ورباندې خوشحالېدو.


نو يوسياه بادشاه هغه ټول حرام کاره بُتان تباه کړل کوم چې د اِسرائيل په علاقه کښې وُو او چې ترڅو پورې هغه ژوندے وو، نو هغوئ د مالِک خُدائ د هغوئ د پلار نيکۀ خُدائ پاک نه نۀ اوړېدل.


ما ته پته ده چې زما د تلو نه پس به په تاسو کښې داړونکى ليوان راشى او رمه به په امان پرې نۀ ږدى.


چې تاسو د مالِک خُدائ په حقله څۀ زده کړى دى نو هغه اوس ياد ساتئ. ستاسو په بچو نه بلکې په تاسو پخپله دا واقعې تېرې شوې. تاسو د مالِک خُدائ لوئى، د هغۀ طاقت، د هغۀ قوت،


آو، تاسو هم هغه خلق يئ چې په خپلو سترګو مو هغه ټول کارونه ليدلى دى څۀ چې مالِک خُدائ کړى وُو.


نو ستاسو هغه اولاد چا چې هيڅکله د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک قانون نۀ دے اورېدلے نو هغوئ به يې واورى. نو هغوئ به د هغۀ فرمانبردارى زده کړى چې هغوئ په هغه مُلک کښې تر کومې پورې اوسيږى چې هغه د اُردن نه پورې دے او تاسو يې قبضه کوئ.“


ما ته پته ده چې زما د مرګ نه پس به خلق بدعمله شى او چې ما څۀ ورته ښودلى دى د هغې نه به منکر شى. او په راتلونکى وخت کښې به هغوئ د افت سره مخامخ شى، ځکه چې هغوئ به مالِک خُدائ په قهر کړے وى د هغه کارونو په وجه چې هغۀ منع کړى دى.“


په دې وجه زما ګرانو دوستانو، لکه څنګه چې تاسو همېشه زما تابعدارى کړې ده نۀ يواځې زما په موجودګۍ کښې بلکې د هغې نه ډېر زيات مو زما په غېر موجودګۍ کښې هم کړې ده، هم دغه شان په يره او په رپېدو د خپل خلاصون کار کوئ چې هغه په ښۀ شان سر ته ورسوئ.


هغه ټول نسل هم مړ شو او ورپسې نسل مالِک خُدائ او هغه څۀ هېر کړل چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو دپاره کړى وُو.


يشوَع چې کله بنى اِسرائيل رُخصت کړل، نو هره يوه قبيله لاړله چې د هغه مُلک خپله خپله برخه ونيسى.


تر کومې پورې چې يشوَع ژوندے وو، نو بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ خِدمت کولو او د هغۀ د مرګ نه پس چې تر کومې پورې هغه مشران ژوندى وُو چې هغوئ په خپله هغه ټول لوئ کارونه ليدلى وُو چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو دپاره کړى وُو، نو هغوئ هم هغه شان کول.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan