3 بيا ما ستاسو پلار نيکۀ اِبراهيم د فرات سيند نه اخوا مُلک نه روان کړو او د کنعان په ټول مُلک کښې مې وګرځولو. ما هغۀ له ډېر اولاد ورکړو. ما هغۀ له اِسحاق ورکړو،
مالِک خُدائ هغه بهر بوتلو او ورته يې وفرمائيل، ”آسمان ته وګوره، کۀ تۀ د آسمان ستورى شمېرلے شې نو وې شمېره، ستا اولاد به د ستورو په شان ډېر وى.“
مالِک خُدائ هغه خُدائ پاک چې د آسمانونو بادشاه دے زۀ د هغه مُلک نه چې چرته زۀ پېدا شوے وم دلته راوستم، ما ته يې وفرمائيل او لوظ يې راسره وکړو چې هغه به زما اولاد له دا زمکه ورکوى. چې کله تۀ هلته ځې، نو مالِک خُدائ به ستا نه مخکښې خپله يوه فرښته زما د زوئ دپاره ښځه لټولو کښې ستاسو مدد له راولېږى.
د مالِک خُدائ د طرف نه زامن ميراث دے، ماشومان د هغۀ د خوا نه اجر دے.