29 د هغې نه پس، د مالِک خُدائ خِدمتګار د نون زوئ يشوَع د يو سل او لسو کالو په عُمر کښې وفات شو.
يوسف د خپل پلار د خاندان سره په مِصر کښې اوسېدو، هغه د يو سل او لسو کالو وو چې په حق ورسېدو.
نو يوسف د يو سل او لسو کالو په عُمر کښې په مِصر کښې په حق ورسېدو. هغوئ د هغۀ د لاش اوچولو بندوبست وکړو چې خراب نۀ شى او په تابوت کښې يې کېښودو.
مړى خو د مالِک خُدائ ثناء صِفت نۀ کوى، هغوئ څوک چې لاندې خاموشۍ طرف ته روان وى.
نو چې څنګه مالِک خُدائ فرمائيلى وُو چې موسىٰ د مالِک خُدائ خِدمت کوونکے هلته به د موآب په مُلک کښې مرى نو هم هغه شان وشول.
بيا يشوَع خلق ولېږل او هغوئ ټول د هغه مُلک خپلې برخې ته راواپس شول.
هغوئ هغه د اِفرائيم د غرونو په مُلک کښې د تمنتسِره سره په خپله زمکه کښې ښخ کړو چې دا مُلک د جعس غر شمالى طرف ته دے.
نو بيا ما د آسمان نه يو آواز واورېدو چې وئيل يې، ”دا وليکه، بختور دى هغه څوک چې د دې نه پس به په مالِک کښې مړۀ کيږى.“ او روحُ القُدس فرمائى چې، ”بېشکه بختور دى ځکه چې له دې نه پس به هغوئ د کړېدو نه په آرام وى، ولې چې د دوئ نيک عملونه به ورسره ملګرى وى.“
د مالِک خُدائ خِدمت کوونکے د نون زوئ يشوَع د يو سل او لسو کالو په عُمر کښې مړ شو.
هغه په خپله زمکه کښې ښخ کړے شو، هغه ځائ د جعس په شمالى طرف د اِفرائيم غرونو په مُلک تمنتحِرس کښې وو.