Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 24:27 - Pakistani Yousafzai Pashto

27 هغۀ ټولو خلقو ته وفرمائيل، ”دا کاڼے به زمونږ ګواه وى. دې کاڼى هغه ټولې خبرې اورېدلې دى کومې چې مالِک خُدائ مونږ سره کړې دى. نو دا به ستاسو خِلاف يو ګواه وى، چې د خُدائ پاک خِلاف د سرکشۍ نه مو وساتى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 24:27
23 Iomraidhean Croise  

ځکه چې زۀ د خُدائ پاک د مصيبت نه په يره کښې وم، او زۀ د هغۀ د شان او شوکت په وړاندې نۀ شوم ودرېدلے.


دا به يو غلطى وے او قاضيانو به د دې په وجه سزا راکړے وے، ځکه چې زۀ به د خُدائ تعالىٰ مجرم وے.


هسې نه چې زۀ مالداره شم او تا ونۀ پېژنم او ووايم چې، ”مالِک خُدائ څوک دے؟“ او کۀ يا زۀ غريب شم او غلا وکړم، او داسې د مالِک خُدائ د نوم بې‌عزتى وکړم.


مالِک خُدائ وفرمائيل، ”اے زمکې او آسمانه، زۀ چې څۀ وايم نو هغه واورئ. ما چې د کومو بچو پالنه کړې ده او خيال مې ساتلے دے نو هغوئ زما خِلاف بغاوت کړے دے.


مونږ د مالِک خُدائ خِلاف بغاوت کړے دے او د هغۀ مو اِنکار کړے دے، مونږ خپل خُدائ پاک ته شا کړې ده. زمونږ خبرې د ظلم او بغاوت نه ډکې دى. مونږ به دروغ جوړول او بيا به مو دغه دروغ په عمل کښې راوستل.


د دېوالونو کاڼى به هم تا پسې چغې کړى، او په چت کښې د لرګى تيرونه به هم فرياد کوى.


بلکې ټوله مياشت به يې خورئ، چې ستاسو د پوزو نه بهر راوځى او زړۀ به مو ترې موړ شى. هم داسې به وشى ځکه چې تاسو د مالِک خُدائ سپکاوے کړے دے کوم چې دلته ستاسو په مينځ کښې دے او تاسو هغۀ ته دا شکايت کړے دے چې مونږ ولې مِصر پرېښودلے دے.“


خو هر څوک چې د خلقو په وړاندې زما نه اِنکار وکړى، زۀ به په آسمان کښې د خپل پلار په وړاندې د هغۀ نه اِنکار وکړم.


عيسىٰ جواب ورکړو، ”زۀ تاسو ته وايم کۀ چرې هغوئ غلى پاتې شى نو کاڼى بوټى به په چغو سر شى.“


زۀ نن تاسو له د ژوند او مرګ، د خُدائ پاک د برکت او د خُدائ پاک د لعنت په مينځ کښې فېصله په تاسو پرېږدم او زۀ آسمان او زمکې ته وايم چې د هغې ګواه وى چې تاسو يې خوښوئ. ژوند خوښ کړئ.


اوس دا سندره وليکه. دا د بنى اِسرائيلو خلقو ته وښايه او ور زده يې کړه، نو چې دا د هغوئ خِلاف د ګواه په شان وى.


او کله چې په هغوئ باندې سخت افتونه او مصيبتونه راشى نو دا سندره به د هغوئ خِلاف ګواه وى، ځکه چې د هغوئ اولاد به دا نۀ هېروى. ما ته د هغوئ د ارادې پته ده چې هغوئ مې لا وعده کړے شوى مُلک ته راوستلى هم نۀ دى.“


”د خُدائ پاک د قانون دا کِتاب واخلئ او د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د لوظ صندوق په خوا کښې يې کېږدئ، چې دا د خپلو خلقو خِلاف د يو ګواه په شان وى.


اے آسمانونو. ما ته غوږ کېږدئ او زۀ به خبرې وکړم، اے زمکې زما د خولې خبرې واوره.


نن زۀ آسمان او زمکه ستاسو خِلاف ګواهان جوړوم، کۀ تاسو زما نافرمانى وکړئ، نو تاسو به زر د زمکې نه ورک شئ. تاسو به په هغه مُلک کښې ډېره موده ژوند ونۀ کړئ کوم چې د اُردن نه پورې دے او تاسو يې قبضه کوئ. تاسو به تباه شئ.


هغوئ د خُدائ پاک د پېژندګلو دعوىٰ کوى خو په خپلو عملونو کښې هغوئ د هغۀ نه اِنکار کوى، ځکه چې هغوئ ناپاکه او نافرمانه دى او د يو نېک کار کولو قابل هم نۀ دى.


د روبين او جاد خلقو ووئيل، ”دا قربان‌ګاه زمونږ ټولو دپاره يو يادګار دے چې مالِک خُدائ، خُدائ پاک دے.“ نو هغوئ په دې باندې ”يادګار“ نوم کېښودو.


بيا يشوَع خلق ولېږل او هغوئ ټول د هغه مُلک خپلې برخې ته راواپس شول.


زۀ ستا د ټولو عملونو نه خبر يم. وګوره، ما تا ته ستا په وړاندې يوه دروازه کولاو کړې ده چې هيڅوک يې بندولے نۀ شى. زۀ پوهېږم چې ستا طاقت کم دے خو بيا هم تا زما کلام منلے دے او زما د نوم نه منکر شوے نۀ يې.


بيا سموئيل يو کاڼے واخستلو او د مصفاه او شين په مينځ کښې يې ولګولو او وې فرمائيل، ”مالِک خُدائ زمونږ هر قِسم مدد کړے دے.“ او په دې باندې يې ”د مدد کاڼے“ نوم کېښودو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan