26 يشوَع دا حُکمونه د خُدائ پاک د شريعت په کِتاب کښې وليکل. بيا هغۀ يو لوئ کاڼے واخستلو او د مالِک خُدائ په مقدس ځائ کښې يې د څېړۍ د ونې لاندې ودرولو.
نو يعقوب يوه تيږه راواخستله او هغه يې د يو يادګار په توګه ودروله.
نو هغوئ هغه ټول پردى بُتان چې د دوئ سره وُو او د دوئ په غوږُونو کښې چې کومې والۍ وې، هغه يې يعقوب له ورکړې. هغۀ دا شِکم ته نزدې د څېړۍ د ونې لاندې ښخ کړل.
د رِبقه خِدمتګاره دبوره مړه شوه او بيتايل ته نزدې د څېړۍ د ونې لاندې ښخه شوه. نو ځکه د دې نوم ”د ژړا څېړۍ“ شو.
موسىٰ د مالِک خُدائ هغه ټولې خبرې وليکلې. بل سحر وختى د غرۀ په لمن کښې هغۀ يوه قربانګاه جوړه کړه او د بنى اِسرائيلو د دولسو قبيلو په مطابق يې د هرې يوې دپاره دولس تيږې ودرولې.
بيا د شِکم او بيتمِلو ټول خلق راغونډ شول او په شِکم کښې د څېړۍ پاکې ونې ته لاړل، چرته چې هغوئ ابىمَلِک بادشاه جوړ کړو.
بيا سموئيل يو کاڼے واخستلو او د مصفاه او شين په مينځ کښې يې ولګولو او وې فرمائيل، ”مالِک خُدائ زمونږ هر قِسم مدد کړے دے.“ او په دې باندې يې ”د مدد کاڼے“ نوم کېښودو.