24 بيا خلقو يشوَع ته ووئيل، ”مونږ به د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک خِدمت کوُو. مونږ به د هغۀ حُکمونه منو.“
نو هغوئ د مالِک خُدائ په نوم په اوچت آواز سره قسم وکړو چې هغوئ به دا لوظ پوره کوى او بيا هغوئ چغه ووهله او بيګلې يې وغږولې.
نو ټولو خلقو په يوه خولۀ جواب ورکړو، ”مالِک خُدائ چې څۀ هم فرمائيلى دى مونږ به هم هغه شان کوُو.“ بيا موسىٰ واپس د هغوئ جواب مالِک خُدائ ته ورسولو.
موسىٰ راغلو او خلقو ته يې د مالِک خُدائ ټولې خبرې او ټول اصُول بيان کړل او ټولو خلقو په يو آواز جواب ورکړو، ”څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى دى نو مونږ به هم هغه شان کوُو.“
بيا هغۀ د لوظ کِتاب راواخستلو او حاضرو خلقو ته يې واورولو. هغوئ ووئيل، ”مونږ به د مالِک خُدائ تابعدارى کوُو او د هغۀ په ټولو خبرو به عمل کوُو.“
کۀ هغه کلام زمونږ خوښ شى او کۀ خوښ نۀ شى، مونږ به د مالِک خُدائ د کلام پيروى کوُو چا ته چې تۀ مونږ د خپل خواست دپاره لېږې. ځکه کۀ چرې مونږ د هغۀ د کلام پيروى وکړُو، نو هر څۀ به زمونږ دپاره د خير وى.“