23 نو يشوَع ورته وفرمائيل، ”تاسو سره چې کوم پردى بُتان دى نو د هغې نه ځان خلاص کړئ، نو داسې به تاسو د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک سره وفادار اوسئ.“
مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک دې زمونږ مل وى، لکه څنګه چې هغه زمونږ د پلار نيکۀ مل وو، هغه دې زمونږ نه هيڅکله نۀ ځى او نۀ دې مونږ پرېږدى،
چې هغه زمونږ ارادې بدلې کړى، نو چې مونږ هر څۀ کوُو د هغۀ مرضى پوره کوُو او د هغۀ ټول قانون او حُکمونه منو چې زمونږ پلار نيکۀ له يې ورکړى وُو.
زما زړۀ دې د خپل شريعت طرف ته راوګرځوه او د مال دولت لالچ طرف ته يې مۀ ګرځوه.
زما زړۀ دې په بدو لارو لاړ نۀ شى، او نۀ دې د بدکارو په کارونو کښې حِصه واخلى. او نۀ دې خطاکارو سره مل شى، ما د هغه خلقو د خوندور خوراکونو د خوړلو نه وساته.
زۀ مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک يم، چا چې تاسو د مِصر نه بهر راوويستئ. خپلې خولې خلاصې کړئ نو زۀ به تاسو له خوراک درکړم.
د خپلو ځانونو دپاره د سپينو زرو يا د سرو زرو بُتان مۀ جوړَوئ چې زما په ځائ د هغوئ عبادت وکړئ.
او د عقل خبرو ته غوږ ونيسې او خپل زړۀ د هوښيارتيا طرف ته مائل کړې،
اے بنى اِسرائيله، د بُتانو نه ځان لرې ساته. هغه زۀ يم چې ستاسو د دُعاګانو جواب درکوم او ستاسو خيال ساتم. زۀ د هغه ونې په شان يم چې همېشه شنه وى، ستاسو ټولې مېوې زما د طرف نه دى.“
نو يشوَع فرمائيل چې، ”د مالِک خُدائ نه يرېږئ او په اخلاص او ايماندارۍ سره د هغۀ خِدمت وکړئ. او د هغه معبودانو نه ځان خلاص کړئ چې ستاسو پلار نيکۀ په مسوپتاميه او مِصر کښې د هغوئ عبادت کولو او صِرف د مالِک خُدائ خِدمت کوئ.