Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 24:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 يشوَع خلقو ته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک داسې فرمائى چې، ډېر وخت مخکښې، ستاسو پلار نيکۀ، سره د اِبراهيم او نحور د پلار تارح، د فرات سيند نه اخوا اوسېدل او هغوئ د نورو معبودانو عبادت کولو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 24:2
16 Iomraidhean Croise  

چې کله سروګ د دېرشو کالو وو، د هغۀ زوئ نحور پېدا شو،


چې کله نحور د يو کم دېرشو کالو وو، د هغۀ زوئ تارح پېدا شو،


چې تارح د اويا کالو وو د هغې نه پس، د هغۀ زامن ابرام، نحور او حاران پېدا شول.


دا د تارح اولاد دے، چې هغه د ابرام، نحور او حاران پلار وو. حاران د لوط پلار وو،


لابن د خپلو ګډو نه وړۍ کلولو دپاره تلے وو او چې هغه نۀ وو نو راحيل د خپل پلار د کور بُتان پټ کړل.


ما ته پته وه چې تۀ ځې ځکه چې تۀ واپس کور له تلو ته ډېر بې‌صبره وې، خو زما د کور هغه بُتان دې ولې پټ کړل؟“


خو کۀ تا دلته د چا سره هم ستا بُتان پېدا کړل، نو هغه به ژوندے نۀ شى پرېښودلے. دلته زمونږ د خپلوانو په مخکښې يې وګوره، چې ستا څۀ څيز هم وى نو خپل څيز يوسه.“ يعقوب ته پته نۀ وه چې د لابن بُتان راحيل پټ کړى وُو.


د اِبراهيم خُدائ پاک او د نحور خُدائ پاک به په مونږ نظر وکړى چې مونږ کومه معاهده کړې ده چې د هغې خيال ساتو.“ بيا يعقوب د هغه خُدائ پاک په نوم د کوم چې د هغۀ پلار اِسحاق عبادت کولو پوخ لوظ وکړو چې دا وعده به پوره کوى.


نو هغوئ هغه ټول پردى بُتان چې د دوئ سره وُو او د دوئ په غوږُونو کښې چې کومې والۍ وې، هغه يې يعقوب له ورکړې. هغۀ دا شِکم ته نزدې د څېړۍ د ونې لاندې ښخ کړل.


او ابرام چې د اِبراهيم په نوم مشهور وو.


د خپل پلار نيکۀ اِبراهيم او مور ساره په حقله سوچ وکړئ، چې تاسو يې زيږولى يئ. کله چې ما اِبراهيم راوغوښتلو، نو هغه بې‌اولاده وو، خو ما هغۀ له برکت ورکړو او ډېر اولاد مې ورکړو.


او ورته ووايه، مالِک خُدائ يروشلم ته داسې فرمائى، ستاسو نسل او پېدايښت د کنعان د مُلک دے، ستاسو پلار امورى وو او ستاسو مور حِتى وه.


زوئ د يعقوب، زوئ د اِسحاق، زوئ د اِبراهيم، زوئ د تارح، زوئ د نحور،


نو، د مالِک خُدائ په حضور کښې به تاسو دا خبرې بيان کړئ چې، ”زما پلار نيکۀ د شام وو او هغه به لکه د کوچيانو ګرځېدو، هغۀ خپل خاندان مِصر ته بوتلو چې هلته اوسيږى. کله چې هغوئ هلته لاړل نو هغوئ څو کسان وُو، خو د هغوئ نه يو لوئ او طاقتور قوم جوړ شوے دے.


کۀ ستاسو زړۀ نۀ کيږى چې د هغۀ خِدمت وکړئ، نو نن دا فېصله وکړئ چې د چا خِدمت به کوئ، د هغه معبودانو چې ستاسو پلار نيکۀ په مسوپتاميه کښې د هغوئ عبادت کولو يا د اموريانو د معبودانو، چې د چا په مُلک کښې تاسو اوس اوسېږئ. خو پاتې شوه زما او زما د خاندان خبره، نو مونږ به د مالِک خُدائ خِدمت کوُو.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan