مالِک خُدائ زما طاقت دے او زما حمدوثناء د هغۀ دپاره ده، او هغه ذات دے چې زۀ يې بچ کړے يم، هغه زما خُدائ پاک دے او زۀ به د هغۀ ثناء وايم، هغه زما د پلار خُدائ پاک دے او زۀ به د هغۀ لوئى بيان کړم.
ډېر قومونه به راشى او وائى به، ”راځئ چې بره د مالِک خُدائ غر ته لاړ شُو، د يعقوب د خُدائ پاک کور ته. هغه به مونږ ته خپلې طريقې وښائى، نو چې مونږ د هغۀ په لار روان شُو.“ شريعت به صيون نه راوځى، او د خُدائ پاک کلام به د يروشلم نه راشى.
مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک زمونږ پلار نيکۀ او مونږ په مِصر کښې د غلامۍ نه راوويستلو او چې هغۀ کومې معجزې کولې نو هغه مو وليدلې. چې مونږ د هر يو قوم نه هم تېرېدو او هر ځائ له هم تلو نو هغۀ مونږ په حِفاظت کښې ساتلو.