16 خلقو ورته په جواب کښې ووئيل، ”مونږ به هيڅکله مالِک خُدائ نۀ پرېږدو چې د نورو معبودانو عبادت وکړُو.
ما قسم خوړلے او په هغې ولاړ يم چې زۀ به ستا په صادق شريعت باندې عمل کومه
نه، هيڅکله نه. کۀ چرې خُدائ پاک اِنصاف کوونکے نۀ وى، نو بيا به هغه د دُنيا عدالت څنګه وکړى؟
نه، هيڅکله نه. مونږ خو ګناه ته مړۀ شوى يُو نو بيا څنګه په ګناه کښې ژوند تېرولے شُو؟
مونږ به بېخى د مالِک خُدائ خِلاف سرکشى نۀ کوُو او نۀ به د هغۀ نه اوړو چې د نذرانو د سوزېدو او غلې او د قربانو پېش کولو دپاره يوه قربانګاه جوړه کړُو. کومه قربانګاه چې د مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک د حضور خېمې په مخکښې ولاړه ده نو صرف هغه به د دې دپاره استعمالولے شى.“
کۀ ستاسو زړۀ نۀ کيږى چې د هغۀ خِدمت وکړئ، نو نن دا فېصله وکړئ چې د چا خِدمت به کوئ، د هغه معبودانو چې ستاسو پلار نيکۀ په مسوپتاميه کښې د هغوئ عبادت کولو يا د اموريانو د معبودانو، چې د چا په مُلک کښې تاسو اوس اوسېږئ. خو پاتې شوه زما او زما د خاندان خبره، نو مونږ به د مالِک خُدائ خِدمت کوُو.“
مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک زمونږ پلار نيکۀ او مونږ په مِصر کښې د غلامۍ نه راوويستلو او چې هغۀ کومې معجزې کولې نو هغه مو وليدلې. چې مونږ د هر يو قوم نه هم تېرېدو او هر ځائ له هم تلو نو هغۀ مونږ په حِفاظت کښې ساتلو.
باقى پاتې شوه زما خبره، نو مالِک خُدائ دې ونۀ کړى چې د هغۀ خِلاف داسې ګناه وکړم چې هغۀ ته ستاسو دپاره سوال نۀ کوم. او زۀ به تاسو ته هغه لار ښايم چې کومه ښۀ او صحيح وى.