12 چې تاسو مخ په وړاندې تلئ نو ما هغوئ د دې دپاره په وارخطايۍ آخته کړل چې هغه دوه امورى بادشاهان وشړم، دا کار ستاسو د تُورو او ليندو په ذريعه نۀ وو شوے.
د اموريانو بادشاه سيحون د بسن بادشاه عوج، هغۀ د کنعان ټول بادشاهان ووژل.
ټول غرونه د دې په سورى کښې پټ شول، او لوړ او قوى دِيار او هم د انګور څانګې په کښې پټې شوې.
تا د دې دپاره زمکه ښۀ تياره کړه، او جرړې يې وکړې او زمکه يې ډکه کړه.
زۀ به ستاسو په دشمنانو وارخطائى راولم، چې تاسو مخ په وړاندې ځئ نو زۀ به حِويان، کنعانيان او حِتيان ستاسو د مخې نۀ لرې کړم.
زۀ به ستاسو د زمکې سرحدونه د بحرِقُلزم نه واخله د مديترانى د سمندر پورې او د بيابان نه د فرات سيند پورې خوارۀ کړم. زۀ به د هغې زمکې اوسېدونکى ستاسو په لاس کښې درکړم او چې تاسو مخ په وړاندې ځئ نو هغوئ به وشړئ.
نو اِسرائيليان د اموريانو په علاقه کښې دېره شول،
او موسىٰ کسان ولېږل چې په يعزير ښار باندې حمله کولو دپاره ښۀ لاره معلومه کړى. بنى اِسرائيلو دا او ګېرچاپېره ښارونه ونيول او چې کوم اموريان هلته اوسېدل هغه يې وشړل.
مالِک خُدائ به هغه خلق هغه شان تباه کړى، لکه څنګه چې هغۀ د اموريانو بادشاهان سيحون او عوج تباه کړى وُو او د هغوئ مُلک يې تباه کړو.
هغوئ د هغۀ او د بسن بادشاه عوج په مُلک قبضه وکړه، دا د اموريانو بل بادشاه وو چې د اُردن نمرخاتۀ طرف ته اوسېدو.
هغه به په هغوئ وارخطائى ورولېږى او هغه به هغوئ هم تباه کړى چې څوک تښتى او پټيږى.
مونږ د هغې نه خبر شوى يُو چې کله تاسو د مِصر نه تلئ نو مالِک خُدائ څنګه ستاسو په وړاندې بحرِقُلزم اوچ کړو. مونږ دا هم اورېدلى دى چې تاسو د اُردن نمرخاتۀ طرف ته د اموريانو دوه بادشاهان سيحون او عوج تباه کړى دى.