Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 24:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 خو ما بلعام ته غوږ نۀ نيولو، نو ځکه هغۀ تاسو له برکت درکړو، او داسې ما تاسو د بلق نه بچ کړئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 24:10
10 Iomraidhean Croise  

داسې وسله به نۀ وى چې تاسو ته ضرر ورسوى، او څوک چې په تاسو اِلزام لګوى نو تاسو به د هغوئ خولې بندې کړئ. د مالِک خُدائ خادِمان به د دې فائدو نه خوند اخلى، زۀ به د هغوئ حق څرګند کړم.“ مالِک خُدائ داسې فرمائى.


اے زما خلقو، هغه وخت راياد کړئ چې بلق د موآب بادشاه تاسو ته د نقصان رسولو کوشش کولو او بعور د بلعام زوئ څۀ جواب ورکړو. راياد کړئ خپل سفر د شطيم نه تر جِلجال پورې، نو تاسو ته به د مالِک خُدائ د صداقت کارونه معلوم شى.“


خو فرښتې ورته وفرمائيل، ”د دې سړو سره لاړ شه، خو صِرف هغه څۀ وايه څۀ چې زۀ درته وايم.“ نو بلعام د بلق د مشرانو سره لاړو.


خو مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به بلعام ته غوږ نۀ نيولو، او لعنت يې په برکت بدل کړو، ځکه چې هغۀ ستاسو سره مينه لرله.


تاسو د اُردن نه پورې وتئ او يريحو ته راغلئ. د يريحو سړو ستاسو خِلاف جنګ وکړو، هم هغه شان چې څنګه اموريانو، فرزيانو، کنعانيانو، حِتيانو، جرجاسيانو، حِويانو او يبوسيانو کړى وُو. خو ما تاسو له په هغه ټولو باندې فتح درکړه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan