1 يشوَع په شِکم کښې د بنى اِسرائيلو ټولې قبيلې راغونډې کړې. هغۀ مالِکان، مشران، قاضيان او د بنى اِسرائيلو آفسران راوغوښتل او هغوئ د خُدائ پاک حضور ته راغلل.
ابرام په دې مُلک کښې سفر کولو چې شِکم ته نزدې، د موره پاکې ونې زيارت له راغلو. (په هغه وخت کښې کنعانيان لا په دې مُلک کښې اوسېدل.)
نو هغوئ هغه ټول پردى بُتان چې د دوئ سره وُو او د دوئ په غوږُونو کښې چې کومې والۍ وې، هغه يې يعقوب له ورکړې. هغۀ دا شِکم ته نزدې د څېړۍ د ونې لاندې ښخ کړل.
بيا رحُبعام شِکم ته لاړو، چرته چې ټول اِسرائيليان راغونډ شوى وُو چې دے بادشاه جوړ کړى.
بيا يوسياه بادشاه د يهوداه او يروشلم ټول مشران راوغوښتل،
نو ما سمدستى تا پسې پېغام وړُونکى درولېږل نو دا ستا ډېره مهربانى ده چې تۀ دلته راغلې. اوس مونږ ټول دلته د خُدائ پاک په حضور کښې په دې طمع ناست يُو چې کوم کلام چې تاسو د مالِک نه حاصل کړے دے هغه واورو.“
په وفادارۍ سره د دې لوظ ټول شرطونه ومنئ، نو داسې به تاسو په هر کار کښې کامياب يئ.
نو هغوئ د اُردن نمرپرېواتۀ طرف ته د نفتالى غرونو په مُلک کښې د ګليل قادِس خوښ کړو، د اِفرائيم غرونو په مُلک کښې شِکم، او د يهوداه غرونو په مُلک کښې يې حبرون خوښ کړو.
نو هغۀ ټول بنى اِسرائيل، مشران، مالِکان، قاضيان او د خلقو آفسران راوغوښتل او ورته يې ووئيل، ”زۀ اوس ډېر بوډا شوے يم.
نو ټول بنى اِسرائيل بيتايل ته لاړل او د غم ژړا يې وکړه. هغوئ هلته د مالِک خُدائ په حضور کښې کښېناستل او تر ماښامه پورې يې خوراک نۀ کولو. هغوئ د سلامتۍ نذرانې او څۀ سوزېدونکې نذرانې مالِک خُدائ ته پېش کړې.
زۀ ستاسو خُدائ پاک يم، هغه څوک چې تاسو د ټولو تکليفونو او سختو نه بچ کوى، خو تاسو نن زۀ رد کړے يم او بادشاه مو رانه غوښتے دے. ډېره ښۀ ده، نو د مالِک خُدائ په وړاندې ډله په ډله او قبيله په قبيله راغونډ شئ.“