Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 23:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 ما ستاسو قبيلو ته د هغه قومونو مُلک حواله کړے دے چې خپل ميراث يې شى کومو قومونو چې شکست نۀ دے خوړلے او ورسره د هغه ټولو قومونو چې ما د مخکښې نه فتح کړى دى، چې هغوئ د نمرخاتۀ طرف ته د اُردن سيند نه واخله د نمرپرېواتۀ طرف ته د مديترانى سمندر پورې دى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 23:4
9 Iomraidhean Croise  

هغۀ وفرمائيل، ”تاسو ته به زۀ د کنعان مُلک درکړم، لکه د خپل حق په شان به يې په ميراث کښې درکړم.“


د دوئ نه وړاندې‎ هغۀ د هغې مُلک نه خلق وشړل، او په ميراث کښې د هغوئ زمکې دوئ ته حواله کړې او هغۀ د بنى اِسرائيلو ټولې قبيلې د دوئ په کورنو کښې سمبالې کړې.


خو زۀ به هغوئ ورو ورو وباسم، تر دې پورې چې تاسو زيات شئ او هغه زمکه ستاسو خپله شى.


”ما قومونه ختم کړل، د هغوئ قلعه ګانې مې تباه کړې، ما د هغوئ کوڅې ويجاړې کړې، په هغې کښې څوک تګ راتګ نۀ کوى. د هغوئ ښارونه خالى شوى دى، هيڅ څوک به په کښې پاتې نۀ شى، يو هم نه.


مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به هغه قومونه تباه کړى چې تاسو د هغوئ مُلک ونيسئ، نو تاسو به هغه مُلک قبضه کړئ او هلته به اوسېږئ.


د فلستيانو او جسوريانو ټوله علاقه،


نو يشوَع د هغوئ دپاره په سيلا کښې پچه واچوله چې د مالِک خُدائ سره مشوره وکړى او د بنى اِسرائيلو هرې پاتې شوې قبيلې ته يې د زمکې خپله خپله برخه حواله کړه.


د يشوَع د مرګ په وخت چې په هغه مُلک کښې کوم قومونه پاتې وُو نو زۀ به هغوئ نور نۀ شړم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan