Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 23:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 تاسو هغه هر څۀ ليدلى دى چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د دې ټولو قومونو سره ستاسو دپاره کړى دى. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو دپاره جنګ کوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 23:3
13 Iomraidhean Croise  

مالِک خُدائ به ستاسو دپاره جګړه وکړى، تاسو غلى کښېنئ.“


”تاسو په خپله هغه څۀ وليدل چې ما د مِصريانو سره وکړل او تاسو مې داسې بوتلئ لکه چې باز خپل بچى په وزرو کښې اوړى او دلته مې خپل ځان له راوستلئ.


کله چې هغوئ ما هغه مُلک ته راوستل کوم چې ما د هغوئ سره د ورکولو وعده کړې وه نو هرکله چې به هغوئ اوچتې غونډۍ يا شنې ونې وليدلې، نو بيا به هلته هغوئ خپلې قربانۍ پېش کولې، هغوئ داسې قربانۍ بُتانو ته کولې چې زۀ يې په قهر کړم، او هغوئ هلته خپلې د خوشبويانو قربانۍ، او د څښلو نذرانې پېش کړې.


کله چې تاسو دا تباهى په خپلو سترګو وګورئ نو وبه وايئ چې، مالِک خُدائ د اِسرائيل د سرحدونو نه بهر هم خپله لوئى ښکاره کوى.“


مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به ستاسو لارښودنه وکړى او هغه به ستاسو دپاره جنګ کوى، هم هغه شان لکه څنګه چې هغۀ ستاسو په مخکښې په مِصر کښې وکړل


مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو مل دے، هغه به ستاسو د دشمنانو خِلاف جنګ کوى او فتح به درکړى.


پام کوئ. او دا خبره يقينى کړئ چې تر کومې پورې تاسو ژوندى يئ نو څۀ چې مو په خپلو سترګو ليدلى دى هغه مۀ هېروئ. خپل بچى او نمسى د هغه ورځې نه خبر کړئ،


په خپل زړۀ کښې دا مۀ وايئ چې دا قومونه ستاسو نه په شمېر کښې زيات دى او هغوئ تاسو نۀ شئ شړلے.


هغه به د هغوئ په بادشاهانو تاسو زورَور کړى. تاسو به هغوئ ووژنئ او هغوئ به هېر کړے شى. هيڅ څوک به ستاسو مخه نۀ شى نيولے، تاسو به هر يو تباه کړئ.


داسې ورځ نۀ د دې نه مخکښې تېره شوې ده او نۀ د دې نه پس راغلې ده، په هغه وخت کښې مالِک خُدائ د يو سړى خبرو ته توجو وکړه، ځکه چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو دپاره جنګ کولو.


يشوَع دا ټول بادشاهان او د هغوئ علاقه په يو وخت کښې فتح کړه ځکه چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک د بنى اِسرائيلو په جنګ کښې مدد کولو.


ستاسو هر يو کس زر سړو له منډه ورکولے شى، ځکه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو دپاره جنګ کوى، هم هغه شان لکه څنګه چې هغۀ وعده کړې ده.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan