Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 23:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15 خو لکه څنګه چې هغۀ کومه وعده کړې ده او هره يوه يې پوره کړې ده، نو داسې کۀ تاسو د هغۀ نافرمانى وکړئ نو خُدائ پاک به هغه افتونه هم راولى. تاسو به تباه کړى او د هغه ښۀ مُلک نه به مو ورک کړى کوم ښۀ مُلک چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو له درکړے وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 23:15
18 Iomraidhean Croise  

مالِک خُدائ به د اِسرائيل مُلک له سزا ورکړى او هغه به داسې وخوځوى لکه چې په يوه وَله کښې د لوخې بوټے خوځيږى. هغه به اِسرائيل د دې ښۀ مُلک نه د بېخ نه وباسى کوم چې هغۀ د هغوئ پلار نيکۀ له ورکړ‌ے وو او هغوئ به د فرات سيند نه اخوا خوارۀ وارۀ کړى، ځکه چې هغوئ د اشيرې بُتانو جوړولو په وجه د هغۀ غصه راپارولې ده.


”د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى چې هغۀ خپلو خلقو له امن ورکړے دے، لکه څنګه چې هغۀ وعده کړې وه. هغه په خپلو ټولو پَخو وعدو کښې پاتې نۀ دے راغلے کومې يې چې د خپل خِدمت کوونکى موسىٰ په ذريعه يې کړې وې.


نو په دې وجه به زمکه لعنتى شى او نقصان به ورته ورسى، او چې د دې خلقو څۀ بد عمل کړے دے نو د هغې بدله ورته ملاويږى. نو په دې وجه د دُنيا خلق کم شول او ډېر لږ خلق ژوندى پاتې شول.


وګورئ چې بابليانو د ښار د نيولو دپاره ګېرچاپېره څنګه د خاورو ډېرى جوړ کړل. د جنګ، قحط او وبا په وجه به دا ښار بابليانو ته څوک چې پرې حمله کوى حواله شى. تا چې څۀ وئيلى وُو نو هغه کارونه وشول، اوس يې په خپله وګوره.


لکه څنګه چې ما په دې خلقو دا لوئ افت راوستو، نو دغه شان به زۀ دوئ ته هغه ټولې سوکالۍ هم ورکړم د کومې چې ما هغوئ سره وعده کړې ده.


نو د دې په وجه مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې، ما ته غوږ شئ‎. زۀ اوس د يهوداه او د يروشلم په ټولو خلقو باندې هغه ټول افتونه راولم د کومو چې ما د هغوئ خلاف اعلان کړے دے. ما هغوئ ته ووئيل، خو هغوئ غوږ ونۀ نيولو. ما هغوئ ته آواز وکړو، خو هغوئ ما ته جواب رانۀ کړو.“


کۀ تاسو زما د قانون په مطابق ژوند تېروئ او زما حُکمونو ته غاړه کېږدئ،


ځکه چې هغوئ مونږ غېر‌يهوديانو ته د خلاصون د پېغام ورکولو نه منع کوى. په دې طريقه هغوئ مسلسل د خپلو ګناهونو پيالۍ تر مورګو ډکوى، او آخر پرې د خُدائ پاک غضب نازل شى.


بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ خِلاف بيا ګناه وکړه، نو هغۀ فلستيان پرېښودل چې څلوېښت کاله پرې حکومت وکړى.


بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ خِلاف بيا ګناه وکړه، نو د دې په وجه مالِک خُدائ د موآب بادشاه عجلون د بنى اِسرائيلو نه طاقتور کړو.


نو مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو ته په قهر شو او د مسوپتاميه بادشاه کوشن رِسعتيم ته يې حواله کړل او اتۀ کاله يې په هغوئ حکومت وکړو.


بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ خِلاف بيا ګناه وکړه، نو هغۀ د ميديان خلق دې ته پرېښودل چې اووۀ کاله په هغوئ بادشاهى وکړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan