12 کۀ تاسو بېوفا شئ او د هغه قومونو سره اِتحاد وکړئ کوم قومونه چې تر اوسه پورې ستاسو سره پاتې دى او د هغوئ سره ودونه وکړئ،
په دې وجه به سړے خپل مور پلار پرېږدى او د خپلې ښځې سره به يو ځائ شى، او دواړه به يو بدن شى.
خو د يعقوب لور دينه د هغۀ نه زړۀ يوړو او هغه په هغې مئين شو او هغۀ د هغې سره خوږې خبرې وکړې.
مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له دا حُکم ورکړے وو چې د دې قومونو سره ودونه مۀ کوئ ځکه چې د دې په وجه به د بنى اِسرائيلو زړونه نورو خُدايانو ته واوړى، خو سليمان د غېرو قومو ښځو مينه نۀ پرېښودله.
او چې سليمان بوډا شو نو هغوئ د هغۀ زړۀ پردو خُدايانو ته واړولو او هغه د خپل پلار داؤد په شان د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک پوره وفادار پاتې نۀ شو.
خو هغوئ څوک چې بدو او کږو لارو ته اوړى، مالِک خُدائ به هغه بدکاران وشړى، سلامتيا دې په بنى اِسرائيلو وى.
دوئ په ژبه د دوکې او د بدۍ خبرې کوى. هغوئ کار د عقل او ښۀ عمل نۀ کوى.
اے ګناهګار قومه، تاسو خپلو ګناهونو رالاندې کړى يئ. بدعمله نسله، بدکرداره بچو، تاسو خپل مالِک خُدائ رد کړے دے. کوم چې د بنى اِسرائيلو مقدس خُدائ پاک دے او تاسو د هغۀ نه مخ اړولے دے.
خو کۀ چرې يو صادق انسان د خپلو نېکو کارونو نه واوړى او ګناه وکړى او حرام کارونه وکړى کوم چې يو بدعمله کس کوى ولې هغه به ژوندے پاتې شى؟ يو صادق کار به يې هم حساب نۀ شى کوم چې هغۀ کړى دى. د هغه بېايمانۍ په وجه کومه چې هغۀ کړې ده او کوم ګناهونه يې چې کړى دى د هغې په بدله کښې به هغه مړ شى.
او دا هم هغه خلق دى چا چې ما ته شا کړې ده او زما لټون نۀ کوى او نۀ زما لارښودنه غواړى.
بيا هغه لاړ شى او نور اووۀ پيريان د ځان سره راولى چې د دۀ نه هم زيات خراب وى او هغوئ ټول راشى او په پيرى نيولى کس دېره شى، او د هغۀ اَنجام د پخوا نه هم لا خراب شى. نو دغه حال به هم د دې نافرمانه پيړۍ وى.“
په دې وجه د عيسىٰ ډېر مريدان د هغۀ نه واوړېدل او نور د هغۀ سره نۀ ګرځېدل.
مينه دې بېريا وى. د بدۍ نه نفرت کوئ او د نېکۍ سره ځان ونغاړئ.
ځکه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک کوم چې تاسو سره اوسيږى، هغه يو غېرتى خُدائ پاک دے. د هغۀ غضب به په تاسو راشى او هغه به د زمکې مخ نه تاسو ورک کړى.
د هغوئ سره ودونه مۀ کوئ او خپل اولاد هغوئ سره ودونو ته مۀ پرېږدئ،
ځکه چې هغوئ به بيا ستاسو اولاد د مالِک خُدائ نه واړوى چې د هغوئ د معبودانو عبادت به کوى. نو بيا به د مالِک خُدائ غضب په تاسو راشى او تاسو به سمدستى تباه کړى.
نو بيا کوشش کوئ چې د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک سره مينه وکړئ.
کۀ څوک دا دعوىٰ کوى چې، ”زۀ په نُور کښې يم،“ او هغه د خپل ورور يا خور نه نفرت کوى نو هغه اوس هم هغه شان په تيارۀ کښې دے.
خو مور پلار يې ورته ووئيل، ”ستا په خپلوانو يا زمونږ په ټولو خلقو کښې جينۍ نشته څۀ، چې تۀ خامخا ځې او په ناسنته فلستيانو کښې جينۍ کوې؟“ خو سمسون خپل پلار ته وفرمائيل، ”هغه جينۍ ما له وکړه ځکه چې هغه مې خوښه ده.“
هغوئ د دوئ لوڼه وادۀ کړې او خپلې لوڼه يې د هغوئ زامنو له ورکړې او د هغوئ د معبودانو عبادت يې وکړو.