1 ډېره موده وروستو مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له د هغوئ ګېرچاپېره دشمنانو نه امن ورکړو. په هغه وخت کښې يشوَع ډېر بوډا وو،
نو اِبراهيم ساه ورکړه او ښۀ په پوخ عُمر کښې په حق ورسېدو او د ډېر عُمر سړے وو.
داؤد اوس د ډېر عُمر سړے وو، کۀ په هغۀ باندې به ډيرې بسترې واچولے شوې نو هغه به بيا هم نۀ ګرمېدو.
داؤد وفرمائيل، ”مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک خپل خلق په امن کړى دى او هغه به په خپله په يروشلم کښې د تل دپاره اوسيږى.
دا د بنى اِسرائيلو د وړو او غټو آفسرانو، او د نورو فوجى آفسرانو تفصيل دے چا چې د بادشاهۍ د فوجى ډلو مشرى کوله. د هرې قبيلې څليريشت زره فوجيانو د کال په يوه مياشت کښې فوجى خِدمت کولو.
ابياه بادشاه مړ شو او د داؤد د ښار په شاهى اديره کښې ښخ شو. د هغۀ زوئ آسا د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو، هغه وطن لس کاله د آسا د بادشاهۍ لاندې په امن کښې وو.
هغۀ د يهوداه د هر يو ښار نه علاقائى عبادتخانې د خوشبويۍ سوزولو ټولې قربانګاه ختمې کړې، نو په دې وجه د هغۀ د بادشاهۍ لاندې حکومت په امن کښې وو.
نو يهوسفط په امن سره حکومت کولو او خُدائ پاک د هغۀ په هر رنګ باندې حِفاظت کولو.
هغه په ټوله دُنيا کښې جنګونه ختموى، ليندې او نېزې ماتوى او ډالونه سوزوى.
لکه څنګه چې څاروى د آرام وادۍ ته کوزيږى، داسې د مالِک خُدائ روح هغوئ له آرام ورکړو. مالِک خُدائ خپل خلق بوتلل او د هغۀ د نوم درناوے وشو.
او وې فرمائيل چې، ”زۀ اوس د يو سل او شلو کالو يم او زۀ نور ستاسو د مشرۍ جوګه نۀ يم. او مالِک خُدائ ما ته دا هم فرمائيلى دى چې زۀ به د اُردن نه پورې نۀ ووځم.
يشوَع هغه ټول مُلک قبضه کړو، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم کړے وو. يشوَع دا بنى اِسرائيلو له ورکړو چې خپل ميراث يې شى او په هره قبيله باندې يې په حِصو کښې تقسيم کړو. نو بيا په هغه مُلک کښې جنګونه ختم شول او امن و امان شو.
اوس يشوَع ډېر بوډا شوے وو. مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”تۀ ډېر بوډا شوے يې خو تر اوسه پورې په ډېره علاقه باندې قبضه کول پاتې دى،
مالِک خُدائ هغوئ له هم هغه شان د هر طرف نه امن ورکړے وو، لکه څنګه چې هغۀ د هغوئ د پلار نيکۀ سره لوظ کړے وو. د هغوئ يو دشمن هم د هغوئ مقابله نۀ شوه کولے ځکه چې مالِک خُدائ هغوئ له په ټولو دشمنانو باندې فتح ورکړې وه.
نو چې څنګه هغۀ وعده کړې ده، مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو خپلو بنى اِسرائيلو له آرام درکړے دے. نو په هغه مُلک کښې واپس خپلو کورونو ته لاړ شئ، کوم مُلک چې د اُردن نمرخاتۀ طرف ته دے، هغه مُلک چې د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى موسىٰ درکړے دے.
او اوس هغه ستاسو د لارښودنې دپاره تاسو سره دے. زۀ بوډا او سپينږيرے يم او تاسو ته پته ده چې زما زامن تاسو سره دى. زۀ د ځوانۍ نه تر اوسه پورې ستاسو مشر وم.