Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 22:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 د روبين، جاد او نمرخاتۀ طرف ته منسى قبيلو خلق واپس خپلو کورونو ته لاړل. هغوئ پاتې بنى اِسرائيل د کنعان په مُلک سيلا کښې پرېښودل او خپل مُلک جِلعاد ته يې سفر شروع کړو، دا مُلک هغوئ د هغه حُکم په مطابق نيولے وو چې مالِک خُدائ د موسىٰ په ذريعه کړے وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 22:9
19 Iomraidhean Croise  

هلته ابنير اشبوست د دې علاقو بادشاه جوړ کړو يعنې د جِلعاد، آشر، يزرعيل، اِفرائيم او بنيامين او په حقيقت کښې د ټول اِسرائيل بادشاه يې جوړ کړو.


د جِلعاد په مُلک کښې د هغوئ ډېر څاروى وُو او هغه مُلک يې ونيولو چې نمرخاتۀ طرف ته د صحرا د لمنې او د فرات سيند پورې خور دے.


جِلعاد او منسى دواړه زما دى. اِفرائيم زما ټوپۍ او يهوداه زما د بادشاهۍ کونټۍ ده.


د روبين او جاد قبيلې سره ډېر څاروى وُو. کله چې هغوئ وليدل چې د يعزير او جِلعاد زمکه د څاروو دپاره ښۀ وه،


موسىٰ ورته وفرمائيل، ”کۀ تاسو هم دغه شان کوئ چې څنګه وايئ، نو دلته د مالِک خُدائ په حضور کښې د جنګ دپاره تلو ته تيار شئ.


او هغه مُلک ونيسى. بيا تاسو راواپس کېدے شئ، ځکه چې تاسو به د مالِک خُدائ او د خپلو بنى اِسرائيلو سره ذمه وارى پوره کړې وى. نو بيا د مالِک خُدائ په نظر کښې دا مُلک ستاسو دے.


زمونږ ښځې او ماشومان او زمونږ څاروى او ګډې به دلته د جِلعاد په ښار کښې پاتې شى.


”کۀ د جاد او روبين سړى د اُردن نه پورې وځى چې هغوئ د مالِک خُدائ په حُکم باندې جنګ ته تيار دى او کۀ د هغوئ په مدد سره هغه مُلک فتح کړى، نو بيا هغوئ له د جِلعاد زمکه په ميراث کښې ورکړئ.


هم په هغه وخت، ما هغوئ ته دا اصُول وښودل، مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د اُردن نمرخاتۀ طرف ته دا مُلک د نيولو دپاره تاسو له درکړے دے. خپلو جنګى سړو له وسله ورکړئ او هغوئ د بنى اِسرائيلو د نورو قبيلو نه مخکښې د اُردن نه پورې ولېږئ، چې په هغه مُلک نيولو کښې د هغوئ مدد وکړى.


هغه مُلک چې مالِک خُدائ يې بنى اِسرائيلو له ورکوى چې د اُردن نمرپرېواتۀ طرف ته دے، د هغې په نيولو کښې تر هغې پورې د بنى اِسرائيلو مدد وکړئ چې مالِک خُدائ هغوئ هلته په امن سره اوسېدو ته پرېښى نۀ وى، لکه څنګه چې هغۀ تاسو په امن کړى يئ. د هغې نه پس، تاسو واپس دې مُلک ته راتلے شئ کوم چې ما ستاسو په حواله کړے دے.


بيا موسىٰ د موآب د مېدانونو نه د نبو غرۀ ته وختلو، کوم چې د پِسګه غر سر ته چې يريحو ته مخامخ دے، او هلته مالِک خُدائ هغۀ ته هغه ټول مُلک وښودلو يعنې د دان ښار پورې د جِلعاد علاقه يې ورته وښودله،


په دې کښې د جِلعاديانو، د جسوريانو او د معکيانو علاقې، د حرمون ټول غر او تر سلکه پورې ټول بسن شامل وو.


د هغوئ په علاقه کښې يعزير او د جِلعاد ټول ښارونه، د عروعير پورې د عمونيانو نيم مُلک شامل وو، کوم چې د ربه نمرخاتۀ طرف ته دے،


په کښې نيم جِلعاد او هم داسې عستارات او ادرعى، په بسن کښې د عوج په بادشاهۍ کښې ښارونه هم شامل وُو. دا ټول د منسى زوئ مکير اولاد نيمو کورَنو له ورکړے شوى وُو.


خو په کوم وخت کښې چې هغوئ لا په کنعان کښې وُو او چې کله هغوئ د اُردن سره نزدې جليلوت نومې ځائ ته راغلل، نو د روبين، جاد او د منسى نيمې قبيلې سړى هلته د دې دپاره ايسار شول چې يوه لويه او د شان و شوکت والا قربان‌ګاه جوړه کړى.


بيا په شمال کښې د دان نه واخله په جنوب کښې تر بيرسبع پورې، هم داسې نمرخاتۀ طرف ته د جِلعاد د مُلک ټول بنى اِسرائيل راووتل. قوم د يو تن په شان په مصفاه کښې د مالِک خُدائ په حضور کښې راغونډ شو.


د جاد قبيله د اُردن نمرخاتۀ طرف ته پاتې شوه، او د دان قبيله د سمندرى جهازونو سره ولې پاتې شوه؟ د آشر قبيله د سمندر په غاړه پاتې شوه، هغوئ د سمندر په غاړه پاتې شول.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan