يشوَع 22:6 - Pakistani Yousafzai Pashto6-8 يشوَع د خپل برکت سره او د دې خبرو سره هغوئ واپس خپلو کورونو ته ولېږل، ”تاسو خپلو کورونو ته ډېر مالداره واپس روان يئ او ډېر څاروى، سپين زر، سرۀ زر، زېړ، اوسپنه او ډېرې جامې درسره دى. تاسو چې د خپلو دشمنانو نه څۀ اخستى دى نو د هغې نه د خپلو قبيلو خلقو له حِصه ورکړئ.“ او هغوئ کورونو ته لاړل. موسىٰ د اُردن نمرخاتۀ طرف ته زمکه د منسى نيمې قبيلې له ورکړې وه، خو يشوَع د منسى باقى نيمې قبيلې له د نورو قبيلو سره د اُردن نمرپرېواتۀ طرف ته زمکه ورکړه. Faic an caibideil |