Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 22:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 نو چې څنګه هغۀ وعده کړې ده، مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو خپلو بنى اِسرائيلو له آرام درکړے دے. نو په هغه مُلک کښې واپس خپلو کورونو ته لاړ شئ، کوم مُلک چې د اُردن نمرخاتۀ طرف ته دے، هغه مُلک چې د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى موسىٰ درکړے دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 22:4
16 Iomraidhean Croise  

هغۀ وفرمائيل، ”مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو مل دے او په هر طرف باندې يې خېر درکړے دے. هغۀ په ما باندې هغه ټول خلق فتح کړل کوم چې په دې مُلک کښې اوسېدل او هغوئ اوس ستاسو او د مالِک خُدائ لاندې دى.


مالِک خُدائ وفرمائيل، ”زۀ به په خپله تا سره ځم او زۀ به تا له آرام درکړم.“


مونږ به تر هغه وخت پورې خپلو کورونو ته نۀ راواپس کيږُو چې نورو ټولو بنى اِسرائيلو ته هغه مُلک په ميراث کښې حواله شوے نۀ وى.


ځکه چې تاسو ته هغه ميراث لا نۀ دے مِلاو شوے چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى، چې هلته به تاسو په امن کښې اوسېږئ.


د هغوئ مُلک مو ونيولو او دا مونږ د روبين او جاد په قبيلو او د منسى په نيمه قبيله باندې تقسيم کړو.


هغه مُلک چې مالِک خُدائ يې بنى اِسرائيلو له ورکوى چې د اُردن نمرپرېواتۀ طرف ته دے، د هغې په نيولو کښې تر هغې پورې د بنى اِسرائيلو مدد وکړئ چې مالِک خُدائ هغوئ هلته په امن سره اوسېدو ته پرېښى نۀ وى، لکه څنګه چې هغۀ تاسو په امن کړى يئ. د هغې نه پس، تاسو واپس دې مُلک ته راتلے شئ کوم چې ما ستاسو په حواله کړے دے.


ځکه کۀ چرې يشوَع هغوئ په آرام کښې داخل کړى وے نو خُدائ پاک به د هغې نه پس د بلې ورځې په حقله ذکر نۀ وو کړے.


تر دې چې مالِک خُدائ هغوئ او تاسو له هم آرام درکړى او چې هغوئ هغه زمکه ونيسى چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک هغوئ له ورکړې ده. نو بيا به تاسو خپل هغه مُلک ته راشئ او قبضه به يې کړئ چې د اُردن سيند نه اخوا نمرخاتۀ طرف ته دے، کوم چې د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى موسىٰ تاسو له درکړے دے.“


موسىٰ او بنى اِسرائيلو دې دوو بادشاهانو له شکست ورکړے وو. د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى موسىٰ د هغوئ مُلک د روبين، جاد او د منسى نيمې قبيلې له د دې دپاره ورکړے وو چې د هغوئ خپل ميراث شى.


موسىٰ د هغه مُلک يوه حِصه د روبين د قبيلې کورَنو له ورکړې وه چې د هغوئ ميراث شى.


د روبين، جاد او د منسى نيمې قبيلې د مخکښې نه هغه زمکه اخستې وه کومه چې موسىٰ، د مالِک خُدائ خِدمتګار هغوئ له ورکړې وه، دا د اُردن سيند نمرخاتۀ طرف ته وه.


په دې ټولو وختونو کښې تاسو يو ځلې هم د خپلو بنى اِسرائيلو سره بې‌وفائى نۀ ده کړې. تاسو د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک حُکم ښۀ منلے دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan