Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 22:34 - Pakistani Yousafzai Pashto

34 د روبين او جاد خلقو ووئيل، ”دا قربان‌ګاه زمونږ ټولو دپاره يو يادګار دے چې مالِک خُدائ، خُدائ پاک دے.“ نو هغوئ په دې باندې ”يادګار“ نوم کېښودو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 22:34
8 Iomraidhean Croise  

لابن په دې يجرشاهدوتها نوم کېښودو، خو يعقوب پرې جلعيد نوم کېښودو.


لابن يعقوب ته ووئيل، ”دا د کاڼو ډېرے به زمونږ د دواړو دپاره يو يادګار وى.“ نو ځکه د هغه ځائ نوم جلعيد شو.


کله چې خلقو دا وليدل، نو هغوئ پړمخې په زمکې پرېوتل او وې وئيل، ”مالِک خُدائ، خُدائ پاک دے، صِرف مالِک خُدائ، خُدائ پاک دے.“


په هغه وخت کښې به د مِصر د مُلک په مينځ کښې د مالِک خُدائ دپاره يوه قربان‌ګاه وى او د مِصر په سرحد باندې به د کاڼى يو يادګار وى چې هغۀ ته وقف شوے وى.


مالِک خُدائ وفرمائيل، ”اے بنى اِسرائيلو، تاسو زما ګواهان يئ، زما خِدمت کوونکى يئ او ما غوره کړى يئ چې تاسو ما وپېژنئ او په ما به ايمان ولرئ او پته درته ولګى چې صرف زۀ خُدائ پاک يم. زما نه بغېر بل يو خُدائ هم نشته، نۀ د دې نه مخکښې وو او نۀ به د دې نه وروستو وى.


خو عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”ورک شه اِبليسه. صحيفې وائى چې، تۀ تش مالِک خُدائ پاک ته سجده کوه او صرف هم د هغۀ عبادت کوه.“


بلکې د دې دپاره مو جوړه کړه چې دا زمونږ او ستاسو او زمونږ نه پس د نسلونو دپاره يو يادګار وى، چې مونږ بې‌شکه د مالِک خُدائ د مقدسې خېمې په مخکښې د هغۀ عبادت کوُو او هغۀ ته خپلې نذرانې وسوزوو او قربانۍ او د سلامتۍ نذرانې پېش کوُو. نو داسې ستاسو اولاد به دا خبره نۀ کوى چې د مالِک خُدائ سره زمونږ هيڅ کار نشته.


هغۀ ټولو خلقو ته وفرمائيل، ”دا کاڼے به زمونږ ګواه وى. دې کاڼى هغه ټولې خبرې اورېدلې دى کومې چې مالِک خُدائ مونږ سره کړې دى. نو دا به ستاسو خِلاف يو ګواه وى، چې د خُدائ پاک خِلاف د سرکشۍ نه مو وساتى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan