Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 22:33 - Pakistani Yousafzai Pashto

33 بنى اِسرائيل خوشحاله وُو او د خُدائ پاک ثناء صِفت يې کولو. هغوئ جنګ له د تلو او هغه خبرې پرېښودې چې هغه مُلک به تباه کړُو چرته چې د روبين او جاد خلق اوسيږى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 22:33
13 Iomraidhean Croise  

بيا داؤد ټولې قبيلې له حُکم ورکړو، ”د مالِک خُدائ ستاسو د خُدائ پاک ثناء صِفت وکړئ.“ نو ټولې غونډې د مالِک خُدائ، د خپل پلار نيکۀ د خُدائ پاک ثناء صِفت وکړو او هغوئ لاندې ټيټ شول او مالِک خُدائ او بادشاه له يې عزت ورکړو.


لکه يخې اوبۀ چې د ستړى زړۀ دپاره ښې وى نو دغه شان يو ښۀ زېرے د لرې مُلک نه دے.


په هم هغه شپه دا راز په رويا کښې دانيال ته څرګند شو. نو بيا دانيال د آسمانى خُدائ پاک ثناء صِفت بيان کړو


نو شمعون هغه په غېږ کښې واخستو او د خُدائ پاک ثنا يې ووئيله، او داسې يې ووئيل چې،


په دې ټوله غونډه چپ شوله او برنباس او پولوس ته يې غوږ کېښودو چا چې هغه نښې او معجزې بيان کړې چې د دوئ په وسيله خُدائ پاک په غېر‌يهوديانو کښې ښکاره کړې وې.


کله چې هغوئ دا خط ولوستلو نو هغوئ په دې تسلۍ خوشحاله شول.


او نۀ تش د هغۀ په راتلو بلکې د هغۀ په هغه تسلۍ چې تاسو هغۀ له ورکړې وه، څنګه چې هغۀ مونږ ته ستاسو د خواهش، ستاسو د خفګان او ما دپاره ستاسو د ليوالتيا ووئيل نو زۀ نور هم زيات خوشحاله شوم.


ټوله ثناء دې خُدائ پاک زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح پلار ته وى، چا چې مونږ ته هر قسمه روحانى برکتونه په آسمانى ځايونو کښې د مسيح سره د يووالى په وجه راکړى دى.


فينحاس اِمام او د قوم هغه لس مشران سړى کوم چې د هغۀ سره وُو، د نمرپرېواتۀ طرف ته د قبيلو د کورَنو مشران د روبين، جاد او د منسى نيمې قبيلې د خبرو نه خبر شول، نو هغوئ خوشحاله شول.


بيا فينحاس او مشران د جِلعاد په مُلک کښې د روبين او جاد د خلقو نه روان شول او واپس په کنعان کښې د بنى اِسرائيلو خلقو له لاړل او هغوئ يې خبر کړل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan