بنى اِسرائيل خوشحاله وُو او د خُدائ پاک ثناء صِفت يې کولو. هغوئ جنګ له د تلو او هغه خبرې پرېښودې چې هغه مُلک به تباه کړُو چرته چې د روبين او جاد خلق اوسيږى.
اکيس داؤد راوغوښتلو او ورته يې ووئيل، ”زۀ په ژوندى مالِک خُدائ قسم کوم چې تۀ زما وفادار يې، او زۀ به خوشحاله وم چې تۀ ما سره تلے وې او په دې جنګ کښې دې زما ملګرتيا کړے وے. تۀ چې د کومې ورځې نه ما له راغلے يې ما په تا کښې هيڅ غلطى نۀ ده موندلې. خو هغه نور بادشاهان تا نۀ منى.