Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 22:29 - Pakistani Yousafzai Pashto

29 مونږ به بېخى د مالِک خُدائ خِلاف سرکشى نۀ کوُو او نۀ به د هغۀ نه اوړو چې د نذرانو د سوزېدو او غلې او د قربانو پېش کولو دپاره يوه قربان‌ګاه جوړه کړُو. کومه قربان‌ګاه چې د مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک د حضور خېمې په مخکښې ولاړه ده نو صرف هغه به د دې دپاره استعمالولے شى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 22:29
16 Iomraidhean Croise  

يوسف ورته وفرمائيل، ”نه، زۀ به هيڅکله هم داسې ونۀ کړم، هم هغه يو به زما غلام وى چې د چا سره جام راوتلے وو. باقى نور په خېر سره خپل پلار ته واپس تلے شئ.“


هغوئ هغۀ ته ووئيل، ”صاحِبه، داسې خبرې تۀ ولې کوې؟ مونږ قسم کوُو چې مونږ داسې کار نۀ دے کړے.


نبوت ورته ووئيل، ”د انګورو دا باغ ما ته د پلار نيکۀ نه په ميراث کښې مِلاو شوے دے، مالِک خُدائ دې ونۀ کړى چې زۀ دا تا له درکړم.“


يا به تۀ ما ته دا ووائې چې تۀ په مالِک خُدائ په خپل خُدائ پاک باندې بهروسه کوې. خو دا هغه خُدائ پاک نۀ دے چې حزقياه د هغۀ علاقائى عبادتخانې او قربان‌ګاه ختمې کړې، او هغۀ د يهوداه او د يروشلم خلقو ته وفرمائيل چې صِرف په يروشلم کښې د قربان‌ګاه سره عبادت کوئ.


دا هغه کس دے چا چې د مالِک خُدائ علاقائى عبادتخانې او قربان‌ګاه تباه کړى دى او بيا يې د يهوداه او يروشلم خلقو ته ووئيل چې صِرف په يوه قربان‌ګاه باندې عبادت وکړئ او خوشبويۍ سوزوئ.


نه، هيڅکله نه. کۀ چرې خُدائ پاک اِنصاف کوونکے نۀ وى، نو بيا به هغه د دُنيا عدالت څنګه وکړى؟


نه، هيڅکله نه. مونږ خو ګناه ته مړۀ شوى يُو نو بيا څنګه په ګناه کښې ژوند تېرولے شُو؟


نو په دې کښې مونږ څۀ ووايو؟ ولې خُدائ پاک بې‌اِنصافه دے څۀ؟ هيڅکله نه.


مالِک خُدائ به يو ځائ خوښ کړى چرته به چې د هغۀ عبادت کيږى او هلته به تاسو هغۀ له هغه هر څۀ راوړئ چې ما يې حُکم درکړے دے، يعنې خپلې سوزېدونکې نذرانې او خپلې نورې قربانۍ، ستاسو لسمه حِصه او منښتې او هغه خاص نذرانې چې تاسو د مالِک خُدائ سره د هغې وعده کړې وى.


کۀ مونږ د مالِک خُدائ نافرمانى وکړه او د دې دپاره مو خپله قربان‌ګاه جوړه کړه چې په دې باندې نذرانې وسوزوو او يا يې د غلې نذرانې او سلامتۍ نذرانې دپاره استعمال کړُو، نو مالِک خُدائ دې په خپله مونږ له سزا راکړى.


نو مونږ قربان‌ګاه د نذرانو سوزولو او پېش کولو دپاره نۀ ده جوړه کړې،


زمونږ خيال دا وو، کۀ چرې داسې وشول، نو زمونږ اولاد به وائى چې ګورئ، زمونږ پلار نيکۀ هم هغه شان قربان‌ګاه جوړه کړې ده لکه څنګه چې د مالِک خُدائ قربان‌ګاه ده، دا د سوزېدونکو نذرانو او قربانو دپاره نۀ ده بلکې دا زمونږ او ستاسو د خلقو دپاره يو يادګار دے.


فينحاس اِمام او د قوم هغه لس مشران سړى کوم چې د هغۀ سره وُو، د نمرپرېواتۀ طرف ته د قبيلو د کورَنو مشران د روبين، جاد او د منسى نيمې قبيلې د خبرو نه خبر شول، نو هغوئ خوشحاله شول.


خلقو ورته په جواب کښې ووئيل، ”مونږ به هيڅکله مالِک خُدائ نۀ پرېږدو چې د نورو معبودانو عبادت وکړُو.


باقى پاتې شوه زما خبره، نو مالِک خُدائ دې ونۀ کړى چې د هغۀ خِلاف داسې ګناه وکړم چې هغۀ ته ستاسو دپاره سوال نۀ کوم. او زۀ به تاسو ته هغه لار ښايم چې کومه ښۀ او صحيح وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan