Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 22:26 - Pakistani Yousafzai Pashto

26 نو مونږ قربان‌ګاه د نذرانو سوزولو او پېش کولو دپاره نۀ ده جوړه کړې،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 22:26
5 Iomraidhean Croise  

په هغه وخت کښې به د مِصر د مُلک په مينځ کښې د مالِک خُدائ دپاره يوه قربان‌ګاه وى او د مِصر په سرحد باندې به د کاڼى يو يادګار وى چې هغۀ ته وقف شوے وى.


هغۀ زمونږ او ستاسو يعنې د روبين او جاد خلقو په مينځ کښې د اُردن د حد پوله جوړه کړه. ستاسو د مالِک خُدائ سره هيڅ کار نشته. نو بيا کېدے شى چې ستاسو اولاد زمونږ اولاد د مالِک خُدائ د عبادت نه منع کړى.


بلکې د دې دپاره مو جوړه کړه چې دا زمونږ او ستاسو او زمونږ نه پس د نسلونو دپاره يو يادګار وى، چې مونږ بې‌شکه د مالِک خُدائ د مقدسې خېمې په مخکښې د هغۀ عبادت کوُو او هغۀ ته خپلې نذرانې وسوزوو او قربانۍ او د سلامتۍ نذرانې پېش کوُو. نو داسې ستاسو اولاد به دا خبره نۀ کوى چې د مالِک خُدائ سره زمونږ هيڅ کار نشته.


مونږ به بېخى د مالِک خُدائ خِلاف سرکشى نۀ کوُو او نۀ به د هغۀ نه اوړو چې د نذرانو د سوزېدو او غلې او د قربانو پېش کولو دپاره يوه قربان‌ګاه جوړه کړُو. کومه قربان‌ګاه چې د مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک د حضور خېمې په مخکښې ولاړه ده نو صرف هغه به د دې دپاره استعمالولے شى.“


جدعون هلته مالِک خُدائ ته يوه قربان‌ګاه جوړه کړه او ”مالِک خُدائ خېر دے“ نوم يې پرې کېښودو. دا تر اوسه پورې په عفره کښې ولاړه ده چې دا د ابيعزر د قبيلې ده.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan