Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 22:25 - Pakistani Yousafzai Pashto

25 هغۀ زمونږ او ستاسو يعنې د روبين او جاد خلقو په مينځ کښې د اُردن د حد پوله جوړه کړه. ستاسو د مالِک خُدائ سره هيڅ کار نشته. نو بيا کېدے شى چې ستاسو اولاد زمونږ اولاد د مالِک خُدائ د عبادت نه منع کړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 22:25
13 Iomraidhean Croise  

په جِلجال کښې داسې وشول چې د بنيامين د قبيلې يو بدمعاش سړے وو. هغه د بِکرى زوئ وو او نوم يې شيبا وو. هغۀ بيګل وغږولو او چغه يې کړه، ”نۀ به د داؤد نه په ميراث کښې مونږ ته څۀ مِلاو شى او نۀ مونږ ته د هغۀ نه د مِلاوېدو څۀ اُميد شته. اے بنى اِسرائيلو راځئ چې خپلو کورونو ته ځُو.“


کله چې ټول بنى اِسرائيليان پوهه شول چې بادشاه هغوئ ته غوږ نۀ نيولو، نو هغوئ ووئيل، ”مونږ د داؤد بادشاهى نۀ منو، د يَسى په زوئ کښې زمونږ څۀ فائده ده. اے بنى اِسرائيلو، ځئ خپلو خېمو ته واپس لاړ شئ، د داؤد خاندان دې خپله بادشاهى سمباله کړى.“ او بنى اِسرائيليان خپلو خېمو ته لاړل.


مالِک خُدائ به اِسرائيل ځکه پرېږدى چې يربعام ګناه کړې ده او اِسرائيل يې د ګناه طرف ته بوتلى دى.“


دا ځکه چې يربعام د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک غصه راوپاروله، دا د هغې ګناه په وجه چې هغۀ کړې وه او اِسرائيليان هم د ګناه طرف ته بوتلى وُو.


ما جواب ورکړو، ”د آسمان خُدائ پاک به مونږ له کاميابى راکړى. مونږ د هغۀ خِدمت کوونکى يُو او مونږ کار شروع کوُو. خو تاسو په يروشلم کښې د جائيداد لرلو هيڅ حق نۀ لرئ، او نۀ حِصه لرئ.“


تۀ يې اے مالِکه خُدايه زما ټول نصيب او برکتونه، او زما د هر څيز ساتونکے يې تۀ په خپله.


په دې خِدمت کښې نۀ ستا برخه شته نۀ حِصه ځکه چې ستا زړۀ د خُدائ پاک په نزد صحيح نۀ دے.


مونږ داسې ځکه وکړل چې په راتلونکى وختونو کښې ستاسو اولاد زمونږ اولاد ته ونۀ وائى چې ستاسو د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک سره هيڅ کار نشته.


نو مونږ قربان‌ګاه د نذرانو سوزولو او پېش کولو دپاره نۀ ده جوړه کړې،


بلکې د دې دپاره مو جوړه کړه چې دا زمونږ او ستاسو او زمونږ نه پس د نسلونو دپاره يو يادګار وى، چې مونږ بې‌شکه د مالِک خُدائ د مقدسې خېمې په مخکښې د هغۀ عبادت کوُو او هغۀ ته خپلې نذرانې وسوزوو او قربانۍ او د سلامتۍ نذرانې پېش کوُو. نو داسې ستاسو اولاد به دا خبره نۀ کوى چې د مالِک خُدائ سره زمونږ هيڅ کار نشته.


بادشاه سلامت، زۀ چې څۀ وئيل غواړم نو هغه واوره. کۀ دا مالِک خُدائ وى چې تۀ يې زما خِلاف کړې، نو يوه نذرانه چې هغۀ ته پېش شى نو کېدے شى چې د هغۀ فېصله بدله شى، خو کۀ دا انسان کړى وى، نو په هغوئ دې د مالِک خُدائ لعنت راشى. ځکه چې هغوئ زۀ د مالِک خُدائ د مُلک نه وشړلم او راته يې ووئيل چې د پردو معبودانو عبادت کوه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan