24 مونږ داسې ځکه وکړل چې په راتلونکى وختونو کښې ستاسو اولاد زمونږ اولاد ته ونۀ وائى چې ستاسو د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک سره هيڅ کار نشته.
ما هغه د دې دپاره غوره کړے دے چې هغه خپلو زامنو او اولاد ته دا نصيحت وکړى چې زما خبره منى او هغه څۀ کوى چې کوم صحيح او حق دى. کۀ دوئ داسې کوى، نو زۀ به هم د هغۀ دپاره هغه هر څۀ وکړم چې ما يې وعده کړې ده.“
په راتلونکى وخت کښې به تا ته په آسانۍ سره پته ولګى کۀ زۀ رښتونے سړے يم. چې کله تۀ بيا د دې کتلو له راشې، کۀ زما سره توره ګډه، ټکى ټکى يا برَګې چېلۍ نۀ وى، نو تۀ به پوهه شې چې پټې کړے شوې دى.“
په راتلونکى وخت کښې چې کله ستاسو زامن تپوس کوى چې د دې رسمونو څۀ مطلب دے، نو تاسو به ورته وايئ چې مالِک خُدائ په خپل لوئ طاقت سره مونږ د مِصر نه راوويستلو، چې هلته مونږ غلامان وُو.
په راتلونکى زمانه کښې کله چې بچى درنه تپوس کوى چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک د دې ټول قانون د منلو حُکم مونږ له ولې راکړے دے؟
کۀ مونږ د مالِک خُدائ نافرمانى وکړه او د دې دپاره مو خپله قربانګاه جوړه کړه چې په دې باندې نذرانې وسوزوو او يا يې د غلې نذرانې او سلامتۍ نذرانې دپاره استعمال کړُو، نو مالِک خُدائ دې په خپله مونږ له سزا راکړى.
هغۀ زمونږ او ستاسو يعنې د روبين او جاد خلقو په مينځ کښې د اُردن د حد پوله جوړه کړه. ستاسو د مالِک خُدائ سره هيڅ کار نشته. نو بيا کېدے شى چې ستاسو اولاد زمونږ اولاد د مالِک خُدائ د عبادت نه منع کړى.
دا کاڼى به خلقو ته رايادوى چې مالِک خُدائ څۀ کړى وُو. په راتلونکى وختونو کښې چې کله ستاسو ماشومان ستاسو نه تپوس کوى چې د دې کاڼو مطلب څۀ دے